طالب ډله همېشه پر خپل دریځ ولاړه ده، نه د ولس او نه هم د نړیوالو مني، د افغانستان حکومت، د خپل ځان حق بولي او په دې نشه کې دومره ډوب دي، چې د یوه حکومت او چارواکي مسوولیتونه هم نه مني.
دوی بیت المال د خپلې ډلې مال بللی او په دې کې له ولس سره حساب و کتاب ته نه کښېني!
هر څه په خپله خوښه کوي او د خپلې خوښې کړنې پر ولس اعمالوي. دوی د ولس او هېواد په وړاندې ځان مسوول نه ګڼي، بلکې ځان تر دې پورته حسابوي، د دغو مسوولیتونو په ځای، برعکس دوی پر ولس او هېواد ځان ساتي.
د دې نېشې په دوړه کې د افغان ولس زړه په چاودون دی او هېواد دومره انزوا ته تللی، چې نړۍ ورته شا کړې ده. د افغانستان دا انزوا، د پاکستان، ایران، روسیې، چین، منځنۍ او د سویلي آسیا دښمنو لوریوو، ستره غوښتنه وه، چې له بده مرغه دا غوښتنه یې له څلورو کالو راهیسې پوره شوې ده؛
چین، روسیه، پاکستان او ایران له دې انزوا او ګوښه کې د غرق شوي افغانستان له وضعیته ګټه پورته کوي، یعنې پر ملي شتمنیوو یې لوټ او تالان ګډ کړی او دا چې طالب ډلې ته په کې ونډه ورکوي، نور څوک نشته چې د دغه لوټ و تالان مخه ونیسي!
د دې تر څنګ طالب ډله له ولس او د افغانسنان له مالي منابعو پیسې ټولوي، چې هېڅ حساب و کتاب یې مالوم نه دی، دوی ولس ته نه وایي، چې خزانه کې څو روپۍ دي، چېرې ځي او پر څه لګول کېږي!؟
ښایي یو شمېر لوستونکي د یو شمېر ملي پروژو او سړکونو د رغونې او بیا رغونې بېلګې وړاندې او زموږ د دغه حقیقت د ننګولو لپاره یې یادې کړي، خو دوی ته باید وریاد کړو، چې د دې پروژو چارې جمهوریت کې پیل شوې وې او جوړوونکیو شرکتونو یا کمپنیوو ته یې لګښتونه هم د مالیې وزارت د ځانګړیوو کودونو له لارې لېږل شوې دي.
د قوشتېپې کانال بودیجه هم ځانګړې شوې وه او کار ته یې ټول تیاری نیول شوی و، خو دا کانال اوس په ځانګړې بهرنۍ مرسته جوړېږي!
د ځوان کهول د زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو په وړاندې بندیزونه، د ولس د حقونو تر پښوو لاندې کول، د ملي ارزښتونو نه منل او د طالبانو خپلسري اقدامات چې د ولس او هېواد په زیان دي، داسې پارونو او اقداماتو ته زمینې برابروي، چې هېواد بلې جګړې او تباهۍ ته ورټېل وهي!
په داسې حال کې پخوانیوو فسادګرو او جنایتګرو ته د اقدام روایات تراشل کېږي او د پاکستان په شمول د نورو دښمنو هېوادونو او پردیوو استخباراتي لاسوهنو او مداخلې ته لار هواروي.
موږ پوښتنه کوو، چې طالبان ولې د هېواد او ولس په وړاندې له مسوولیتونو ځان لوړ بولي؟
طالب ډله ولې ځان په ولس او ملي منابعو ساتي؟
طالب ولې د خپل زړه روایتونه پر ولس تپلي؟
او طالبانو ولې د ولس حکومت او واک غصب کړی دی؟
له ولس او هېواد سره د دوی دغو خیانتونو ترڅنګ دا ډله په مزو، مېلوو، فساد او سختو ناوړو کړنو کې هم ور ډوبه ده. باور لرو چې په دې سره ډېر دیني عالما او پاک طالبان ناراضه او د ولس او هېواد په درد، سخت دردمن دي او آن د طالبانو مېرمنې هم ترې راضي نه دي.
خو طالبان لا هم ځان د خدای او رسول استازي بولي، چې ګنې ولس او هېواد ته مسوول نه دي او که دوی هر څه کوي، نو چا ته د پوښتنې او د دوی په مخ کې د ودرېدو وخت نه ورکوي.
طالب ډلې د حکومت پر ټولو بنسټونو ګونډې وهلې، ملي ځواکونه او کادرونه یې ګوښه، شړلي او په سر سر وهلي دي، رسنیوو، مدني ټولنې او د بشري حقونو مدافعو بنسټونو ته د قانوني فعالیتونو اجازه نه ورکوي.
نړیوال بنسټونه هم نور د مړیوو حیثیت لري، نو د پاکستان په شمول ټولو افغان دښمنو لوریوو او ډلو ته د اقداماتو زمینې برابرې شوې دي او درګرده له افغانانو باج اخلي!
څلور کاله کېږي چې طالب ډلې افغانستان او ملي غرور پاکستان ته را څملولي او په بشپړه توګه یې په واک کې ورکړي او پاکستان نه یوازې ځان له پاشل کېدو پرې ژغورلی، بلکې د افغانستان کانونه او منابع یې پر چین پلورلي هم دي.
خو داچې پاکستان پر دې هم بسنه نه کوي، نو یې د لا نورو چړچو لپاره د طالب ډلې له مخالفانو سره نورو او نورو معاملو ته لاس اوږد کړی دی. پاکستان اوس په ډېره بې شرمۍ د پخوانیوو فاسدو او مجرمینو لپاره لابي ګري کوي او هغوی خدای شرموليوو هم دا غنیمت ګڼلی ده او دا دی د پاکستان د ترحم لپاره یې د پنجابي غلامۍ ځنځیرونه بیا پر غاړه کړي دي.
په داسې حال کې دې د ولس او هېواد خدای پاک مل شي!