جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د شاعر لټون| فرید قربان

د شاعر لټون| فرید قربان

هر شاعر چې شعر لیکي له یو ځانګړي رواني حالت سره مخ کیږي. دغه حالت ځینو الهام بللی، ځینې آمد ورته وایي او ځینې نور یې د شعر د لیک شېبې بولي.

فکر کوم دا حالتونه به هم د یادو تعبیرونو په څېر نسبت هر شاعر ته فرق کوي. د شعر د لیک شېبې او حالتونه چې هر څنګه وي او هر څه وي، خو له ځینو شاعرانو ملګرو سره له خبرو او مطالعې راته معلومه شوې، چې د شعر لیکلو وروسته که څه هم د شاعر یو څه زړه سپکیږي؛ خو هغسې چې دی یې غواړي؛ په لیکلي شعر یې زړه اوبه نه څښي.

ښایي علت یې دا وي چې یو خو له خپلې شعري سرچینې (لاشعور) سره زموږ اړیکه ټکنۍ وي او په یو وخت ورته داسې لاسرسی نشو موندلی؛ چې شعر دې له غوښتنې سره سم ترې پوره شي. بل د شعر د لیکلو تر پایه راسره هغه جذباتي حالت هم یاري نکوي، چې د شعر لپاره لازمي وي. یانې هغه اولنی شېبه چې مو شعر لیکلو ته پکې زړه تخنیږي، ممکن تر اخره یې د قوت تسلسل ونه پاییږي.

ډېر کله د شاعرانو هیله دا وي چې په شعر کې وروستۍ خبره وکړي یا هم د یو حالت اوج بیان کړي. ممکن همدا وجه به وي؛ چې په شعر کې د غلو تر کچې تشبیهاتو ته جواز ورکړل شوی دی.

شیدا خپل آواره کور ته د سیلاب په دوش(شا) روان حباب وایي:

د سیلاب په دوش روان لکه حباب شوې

اې زما کوره تر ما آواره تر یې

خو ددې سره، سره هم شاعران محسوسوي چې په وروستۍ او پوره خبره کولو او د ټولو حالتونو په شعر کولو نه دي توانیدلي.

دا یوازې د شعر مسله نه ده، بلکې موږ په عادي نثر کې هم ډېر کله د ځینو حالتونو له بیان او اظهاره عاجز پاتې کیږو. دا چې په خبرو کې د( عجیبه)، (بل ډول) او ځینې نورې کلمې کاروو، سبب یې دادی چې د ټولو شیانو او پدیدو د تشریح لپاره راسره وړ الفاظ نه وي.

په هر صورت له شعر لیکلو وروسته د ناراضایتۍ یو بل سبب د عاطفې او تخیل د اوډون مسله هم کیدلی شي. هغه څه چې په ټوله کې د شعر او په ځانګړي ډول د ښه شعر په ایجاد کې بنسټیز رول ادا کوي.

شاعر یوه موضوع او فکر په عاطفي لحاظ ډېر او د ښه د شعر لیکلو لپاره وپاروي، خو هر کله چې دغه شعر له تخیلي پروسې تېریږي، ورو ورو یې عاطفي شدت کمزوری کیږي او له لیکلو وروسته یې شاعر داسې احساس کوي چې ګني پوره خبره یې نه ده رسولې.

څومره چې په شعر کې د عاطفې او تخیل اوډون په سمه توګه وشي، په همدې تناسب یې د اغیز او خوند کچه هم لوړیږي.

دلته مو د شعر د اغیز او خوند خبره وکړه، کله داسې هم کیږي؛ چې یو شعر به د لوستونکي زړه وړي او ښه شعر به یې ګڼي، خو که خپله له شاعره یې پوښتنه وشي، ممکن ځواب یې منفي او همهاغه وي؛ چې پاس مو یې یادونه وکړه.

دا ځکه چې لوی شاعران هېڅکله له خپلې شاعرۍ په لوړه کچه راضي نه وي. ددې کار حکمت دادی چې دوی ته د تخلیق په برخه کې خپلې هڅې وروستۍ نه ایسي او فکر کوي چې باید یو تر بله لا پسې ښه شعر ولیکي او خپلې نیمګړې خبرې تکمیل کړي.

که څه هم هر شعر په شاعر ګران وي، خو ددې مانا دا کله هم نه وي، چې ګني دا د هغه وروستی او ښه شعر دی. شعر که د یو شاعر د فکر او په ټوله کې د هغه د روان غبرګون وبولو، نو واضح ده؛ چې دغه کار په اسانه او یو ځلې ممکن نه وي. دې موخې ته د رسیدو لپاره شاعر مجبور دی چې له مسلسلو ریاضتي مرحلو او اضطرابي شېبو تېر شي.

شاعر د ژوند په ناپایه لارو د ورکو په لټون دی. د مینې ورکه، د ښکلا ورکه، د انسانیت ورکه، د ژوند ورکه او آن خپله د انسان ورکه. دا او نوره ټولې ورکې په اسانه نه موندل کیږي، نو شاعر هم د یو حساس، عاطفي او پلټونکي موجود په توګه، له لټون څخه لاس نه اخلي او لکه تږی؛ د خپل ذهن په صحرا کې په سرابونو پسې ځغلي. ګوندې وي چې یوه ورځ د سکون په رڼو اوبه خپله اتشي تنده ساړه کاندي.

خو داسې نه کیږي، که داسې وشي نو خدای مکړه چې شعر مړ کیږي او د ډېرو نورو ذوقونو تندې را شنې کیږي. همدا د تندغرو د تندې اورنی او شاعرانه بیان دی؛ چې د شعر په نوم د لوستونکو ذهنونه خړوبوي او له بدرنګیو یې منځي.

څو چې نړۍ او انسان وي، نو تر هغې به د شعر د مینې لټون هم روان وي. په غالب ګمان ستر کاروان صیب ویلی و چې: هر شاعر یوه فرضي معشوقه لري چې دی یې په شعر کې ستایي او د هغې په لټون دی. بده به نه وي که ووایو چې: د شاعر مینه او معشوقه خپله د هغه شعر دی.

لوی شاعر دروېش دراني د همدې شعري محبوبې او د هغه د لټون راز ویلی دی. ښاغلی دروېش له ماشومتوبه په داسې یوه محبوبه مین شوی چې په لاس ورتلل یې ناممکن و.

د پنځم دروېش په عنوان په خپله یوه لیکنه کې چې د ژوند د لومړنیو وختونو بیان یې دی، وایي:” زه ددغسې یوې لیلا په زلفو دومره تر وخت مخکې بیا ګېر شوی وم چې دا مې هم په یاد نۀ دي چې پر هغې د زړه بایللو تجربه مې په لومړي ځل کله، چرته او څنګه وشوه. بس چې په ښه او بد د پوهیدو عمر ته ورسیدم نو ومې لیدل چې کښېوتلی یم او بد کښېوتلی یم“. دروېش درانی د ژوند په اولو وختونو کې د ساز او سرودونو له محفلونو سره د لیوالتیا خبره کوي، خو وروسته پسې زیاتوي چې اصلاً زما لیوالتیا له دغو محفلونه سره هلته د ویونکې شاعرۍ له وجې وه، د هغه په خبره: ”دغه شاعري زما محبوبه ده“.

د دروېش په نظر شاعري یو مسلسل لټون او اضطرابي پړاو دی او یو شاعر هغه ډول شعر نشي لیکلی چې دی یې غواړي، بلکی دی به هغه شعر لیکي چې دده په خټه کې ده.

بس نو همداسې هڅه او لټون پسې روان وي او جالبه خبره داده چې دا هڅه او لټون ځانته کیفیت لري. داسې چې شاعر ته د یار پر طرف مزل د یار له وصله لا خوندور ایسي.

د دروېش په وینا:

ستا په طرف د یبلو پښو مزل دی خوږ تر وصل

زه ستا پر لور باندې تمام عمر پر لاره ښه یم

کاروان صیب هم د یوې ورکې نغمې د لټون خبره کوي:

زه یوه ورکه نغمه بار بار لټوم لټوم

لا مې موندلې په خوبونو په الهام کې نه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب