Homeخبرونهد افغان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې قطر هیواد ته ماته ورکړه

د افغان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې قطر هیواد ته ماته ورکړه

تاند: ( جمعه، د سرطان دویمه)    د افغانستان د اوولس کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې قطر هیواد ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دې لوبه کې  د افغانستان له خوا حبیب الله هوتک وتوانېده، چې په ۱۸ مه او ۴۰ مه دقیقه کې ګول ترسره کړي او په دې ډول افغانستان وکولی شول تر پایه د مقابل لوري پر وړاندې  مبارزه وکړي او د قطر لوبډله پرې نږدي،  چې له یوه ګول څخه زیات ګولونه ترسره کړي.

له دې وړاندې د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په یادو سیالیو کې له ایران او جنوبي کوریا څخه ماتې خوړلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...