تاند: ( جمعه، د سرطان دویمه) د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د مڼې ګل یووېشتمه دودیزه مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره تېره ورځ مازدیګر مهال پیل او د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.
په دې مشاعره کې د طالبانو د چارواکو او شاعرانو ترڅنګ ترڅنګ یو شمېر نورو فرهنګیانو هم ګډون کړی و.
دا مشاعره تر ډېره د طالبانو په ستاینو را ټوله وه.
طالب چارواکو له شاعرانو وغوښتل، چې د دوی د رژيم ملاتړ وکړي او شعرونه ورته ولیکي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، فرهنګي غونډې او مشاعرې هم تر ډېره طالباني شوي، چې فرهنګیان ورڅخه ابزاري او سیاسي استفاده د فرهنګ په تاوان بولي.