یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

شپږمه برخه
دوه منزله کور کې يې يو اطاق د مسافرو لپاره ځانګړى کړى وو، خلک پکې ډېر وو يو ځاى کې مو ځاى پيدا کړ چې کېناستو که ګورم له پورته د اوبو څاڅکې راوليږي او داسې وچ ځاى نه وو چې سړى دې پرې کېني لوند ځاى پيدا کول هم دلته د مرغۍ د پيو غوندې وو.
ډوډۍ يې راوړه يوه يوه يې راباندې تقسيم کړه او مستې هم ورسره وې. د شپې يې دلته ګروپونه نه بلول کور کې يوه ښځه يو يې مېړه او يوه يې لور وه، مسافر به په نوبت تشناب ته تلل. د شپې چې وېده شوو چې يو ځاى به مې له چت څخه د رالوېدونکو اوبو له څاڅکو پټ کړ بل به ښکاره شوو، اخېر مې پر مخ دسمال راخور کړ نور ښه سم خوب وړى وم، سهار مهال مې کالي ټول لامده وو. دلته مو دوه ورځې تېرې کړې په دريمه ورځ ترکى راننوت او له هغې خوا په موبايل ايراني قاچاقبر زموږ له ډلې د څلورو نفرو نومونه ورته واخېستل، موږ يې له وان څخه استامبول ته وړلو. د باندې ووتو په زېنو کې خلک وېده دي، په ژمي د باندې يخ ته شپه تېرول د مسافرو لپاره معمول وو او دا کسان يې د شپې راوړي وو.
د کور دروازه خلاصه شوه اته نفره نور يې هم له کوم ځايه راوستي وو، د کور دېوال ته يې پرده اچولې وه او موږ د پردې تر شا
ودرېدو، يو سپين ږيرى سړى راغى او دا لارښوونې يې راته کولې چې ترکيه ته راتلونکي مسافرو ته لوى چلنج له وان څخه وتل دي او دا يې راته وې موټر ته به څنګه پورته کېږو. دور موش يو ډول د امبولانس غوندې بار وړونکي واړه موټر دي، د مخکني سيټ او د موټر هغه ځاى تر منځ چې سامان پکې باروي يو ځاى سورى کړى وو، دوولس نفر يې يو بل ته مخامخ ودرولو خو دا يې ويل چې کله موټر ودرېده خوځېږى به نه، خبرې به نه کوى ځکه پوليس بيا د موټر له حرکته پوهېږي چې دلته څوک پکې شته. لاره کې څو ځايه د پوليسو چکپوانټونه وو، له ځان سره به مو کلمې تېرولې چې اوس راباندې پوى نه شي خو بالاخره تر دوه ساعته مزل وروسته يې د سړک پر غاړه ښکته کړو، د سړک لاندې دېوال ته مو ځانونه پټ کړل، خپل قاچاقبر ته مې د دې ځاى لوکېشن ور ولېږه، ويل يې راه بلد درته راځي. راه بلد د سړک له پورې غاړې ډېر لرې ولاړ وو دا ځاى دشته غوندې وه ترې لرې بيا غرونه وو، راه بلد ته ور روان شوو او په سړک تلونکو موټرو کې خلکو لېدو. راه بلد د پاکستان د لاهور وو او په عمر تر پنځلسو زيات نه وو او فارسي يي ښه زبردسته ياده کړې وه.
دى مخکې او موږ ورپسې د يوه کلي په خوا کې يې تېر کړو، راه بلدانو کې مې په دا دومره لاره اېله دى ښه سړى ولېد چې زموږ په زړه يې مزل کاوه، کيسې مو ورسره کولې په لويو غرونو کې يې په رڼا ورځ ښکته و پورته کولو او له هغه سيند څخه يې تېر کړو چې د ترکيې د وان او تاتوان ښارونه سره بېلوي. له لاندې سړک او کلي وو دلته منتظر شوو ويل يې روژه ماتي مهال به له سړک پورې وځو چې هلته کلي کې موټر درته ولاړ دي، لږ ورسته يې څو نفره نور هم راوستل او ماښام نېږدې وو چې حرکت يې راکړ، له لاندې د پوليسو پوسته وه او موټر يې په سړک يوه او بله خوا ګرځېده څو هوايي ډزې يې وکړې راه بلد ويل که پولس راغلل ما تعقيب کړى ورته ونه درېږى ترې وتښتى. له عمومي سړک څخه يې په منډه تېر کړو او د کلي په کوڅو مو منډې وهلې سپي غپېدل او د کورونو له کړکيو خلکو لېدو، لږ مخکې راته دورموش ولاړ وو، ورپورته شوو لاره کې يې څو نفره نور هم راسره يو ځاى کړل. د شپې مو څو ساعته مزل وکړ د مالاتيا په نوم يو ځاى وو هلته يې بيا له موټر ښکته کړو له يوې پوستې يې په څنګ راتېر کړو دا ځاى مو پياده روي وکړله، همدلته چېرته رانه موبايل هم ورک شو او له خپلو ملګرو او قاچاقبر سره مو اړيکه پرې شوه. لږ ځنډ وروسته يې د يوه سيند پر غاړه تم کړو ترکي راه بلد ويل چې موټر درته راځي او هارن يې چې درته وکړ ورځى به، موټر راغلل او ورپورته شوو ښه لوکس موټر وو د ښاري سورليو لپاره وو او په لاره کې يې په څو چکپوانټونه تېر کړو. پل ځاى يې بيا له دغو موټرو ښکته کړو هماغه دورموش موټر راغى اوس مو شمېر دوه څلوېښت نفرو ته رسېده، خو عموما دې موټرو کې له دېرشو زيات نفر نه ځاييږي، ټول پکې ودرېدو چې دروازه يې راپسې بنده کړه کېناستو. خو دومره تنګ چې پښه او لاس دې نه شو خوځولى ټوله لار مو يو بل سره په دې جنجال کاوه چې پښې اېسته کړه لاس دې اېسته کړه او تنګ کړى دې يم. يوه ورځ او يوه شپه مو نه څه خوړلي وو او نه مو څه څښلي وو، ستوني مې سخت درد کاوه نه پوهېدم چې ولې خو چې استامبول کې مې کله له درې ورځو وروسته ډوډۍ وخوړله ستونى مې ښه، دردونه يې د نه خوړلو له وجې وو يعنې لوږه مې تېره کړې وه.
سهار رالګېدلى وو چې مالاتيا ته ورسېدو، موټر له يوې لويې دروازې دننه ودرېده ترې راښکته شوو، د اسونو او غواګانو لوى فارم وو يو خوا د چاپ ماشينونه لګېدلي وو همدلته يې له يوه کونج څخه ترپال راچاپېر کړى وو او په سپېرو خاور وغځېدو سترګې مو سره ورغلې وې.
دوام…
https://taand.net/?p=225993

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب