یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو وړاندیز ته د اسلام اباد غبرګون: TTP سره نه غږیږو

د طالبانو وړاندیز ته د اسلام اباد غبرګون: TTP سره نه غږیږو

تاند: ( جمعه، د سرطان دویمه)  د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوچ له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د کابل رژیم د منځګړیتوب وړاندیز رد کړ.

نوموړې په یوه خبري غونډه کې وویل: زموږ هېواد مخکې ویلي، پاکستان له هغو کسانو سره نه غږیږي، چې د ملکیانو د وژنې مسوول دي.

هغې د افغانستان هېواد شمالي ولايتونو ته د طالبانو له خوا د پاکستاني طالبانو د لېږدولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: له افغانستان سره د خبرو جزئياتو ته به نه ځم، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې ګواښ اوس هم زموږ د اجنډا په سر کې دى. . موږ په منظمه توګه د افغانستان له حاکم رژیم سره د ترورېزم له ګواښ سره د مبارزې په اړه خبرې کوو او دا یوه روانه پروسه ده.

بلوچ وويل: موږ هيله لرو چې د پاکستان، افغانستان او چين ترمنځ د درې اړخيزې اعلاميې په ګډون شوې ژمنې عملي شي څو افغانستان د پاکستان په ګډون د خپلو ګاونډيانو لپاره د ترهګرۍ او بې ثباتۍ سرچينه نه وي.

تر دې مخکې د طالبانو د رژیم وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو: که چېرې پاکستاني حکومت له موږ څخه د دوی او پاکستاني طالبانو د منځګړيتوب غوښتنه وکړي او موږ پوه شو چې زموږ منځګړيتوب اغېزمن دى، نو له شک پرته به يې ترسره کړو، ځکه چې دا د سيمې په ګټه دى او موږ دا غواړو. موږ د جګړې په ډګر کې نه یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب