د دې تحلیل لیکونکی ښاغلی یوشکا فیشریا (Joschka Fischer) چې (له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۵ میلادي کال پورې) د جرمني هېواد د بهرنیو چارو وزیر او شل کاله د جرمني د شنه یا زرغون ګوند مشر و. دغه تحلیل د روان میلادي کال د اپریل میاشت پر ۲۳ مه د سندیکات پراجیکټ په خپرونه کې خپور شوی دی.
کوم تصویر چه ښاغلی فیشر یې د افغانستان د راتلونکې په باره کې وړاندې کوي، په هېڅ توګه خوشبینانه نه دی، خو د یو ریالست سیاستوال په توګه د ده نظر د پاملرنې وړ دی، چه زه یې پښتو ژباړه تاسو ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوم.
هیله مې دا ده چه افغاني سیاسي ډلې او د دوی مشران او په خاصه توګه ځوانان، خدای او اولس حاضر وګڼي او د دغه ستونزمن او له خطرونو ډک حالت سره د ملي یووالي په روحیه مقابله وکړي. نور ژبني، قومي او مذهبي اختلافات چه د هېواد هېڅ درد نه دوا کوي، پرېږدي او د یو واحد اولس په توګه د دښمنانو د دسیسو په وړاندې سپر شي. دا هم تاسو او د ښاغلي یوشکا فیشر د مقالې پښتو ژباړه.
++++
د لویدیځو ځواکونو دپاره د افغانستان ډرامه خپل پای ته د نژدې کېدو په حال کې ده. دوه لسیزې وروسته له هغه چه القاعده د نیویارک په ښار کې د تجارت پر جهاني مرکز حمله وکړه، غربي ځواکونه به، که د امریکا جمهور ریس جو بایدن خپل مهالوېش ته وفاداره پاته شي، د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر میاشت پر یوولسمه له افغانستان څخه ووځي. جګړه باید یو وخت پای ته ورسېږي. خو وروسته له دومره وینې بهېدنې او لوړو مصارفو، دا پوښتنه مطرح کېږي چه موږ څه لاس ته راوړل؟
که څه هم د القاعده تروریستي شبکه د دې جګړې په نتیجه کې وټکول شوه، خو له منځه نه لاړه. متحده ایالاتو د دې ډلې د مشر اسامه بن لادن پټنځای وموند، هغه یې وواژه او طالبان یې هم له کابله وشړل؛ خو د پایتخت د باندې او په ځینو نورو سیمو کې، طالبان تر هر بل وخت زیات پیاوړي دي او د لویدیځو ځواکونو تر وتلو وروسته به هڅه وکړي بیا واک ته ورسېږي.
په افغانستان کې افراطي اسلامي تروریزم نه په پوځي او نه هم په ایدیولوژیک ډګر کې له ماتې سره مخامخ شوی دی او لا هم د لویدیځو هېوادونو دپاره یو تل پاتی ګواښ ګڼل کېږي. وروسته له دغه دوو لسیزو، افغانستان لا هم ټینګ او باثباته حکومتي جوړښتونه نه لري، چه وشي کولای پر کورني تروریزم، فساد او د مخدره موادو پر قاچاق اغېزمنه څارنه وکړي، آفغاني ټولنې ته د یو ښه سوله ایز او مرفه راتلونکي ضمانت کول خو لا پرېږده. د غربي ځواکونو تر وتلو وروسته به ښایي سیمه ایز ثبات هم د نن په تناسب ډېر ټکنی شي.
موږ باید پر بېځایه تصوراتو او خیالونو ونه غولېږو. د افغانستان څخه د لویدیځ ځواکونو وتل د ماتې په معنی ده چه بشري عواقب به یې ډېر ناوړه او ډراماتیک وي او د افغان ولس دپاره به جګړه دوام ومومي. واک ته بیا د طالبانو د رسېدلو احتمال او د دې ډلې د حجریا د ډبرې د زمانې اسلامي ایدیولوژي به افغان ښځې او انجونې بیا دې ته مجبوره کړي چه مخونه په چادرۍ کې پټ کړي او دوی به له ټولو بشري حقوقو څخه محرومې شي. د افغانستان تعلیم یافته قشر او د ښارونو اوسېدونکي به هڅه وکړي لویدیځو هېوادونو ته پناه یوسي او هغه کسان به چه پاته کېږي د قومي او مذهبي اقلیتونو سره یو ځای د یو غمجن سرنوشت سره مخامخ وي.
پوښتنه دا ده چه آیا اروپایي ټولنې او ناټو د هغه څه دپاره چه په راتلونکي کې پېښیږي، لازمه تیاري نیولې ده؟ د پوځي نظره، د ځواکونو ویستل معقول دي. لوېدیځ په افغانستان کې کومه خاصه ګټه او منفعت نه لري. خو په بشري او اخلاقي لحاظ د هغې فاجعې او ناورین په هکله چه د پېشبینۍ وړ دی فکر کوي. اروپایي ټولنه په خاصه توګه پر دې فکر کوي چه دا ټولنه به د مهاجرینو د یوې لویې څپې سره مخامخ شي. دا به د ویټنامیانو د مهاجرت د څپې سره شباهت ولري چه د کښتیو د خلکو په نامه یادېدل او له ویټنام څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته لوېدیځ هېوادونو ته رامات شول.
د افغانستان څخه د غربي ځواکونو د وتلو جیوسیاسي بیه به هم ډېره لوړه وي. افراطي اسلامي ډلې به د لویدیځ لخوا د ماتې منل په څه ډول تعبیر کړي؟ هغسې چه د سړې جګړې په پای کې د شوروي د سرې اردو د ځواکونو تر وتلو وروسته پېښ شول، آیا افغانستان به بیا د تروریستانو په یو پټنځای بدل نه شي؟ او آیا د منځني آسیا ها خوا به روسیه او چین د لویدیځ دغه ناکامۍ او ضعف ته په کتو په اوکراین او تایوان کې خپل خشونت او زورزیاتی ډېر نه کړي؟
ښاغلي بایدن د وفاداري د لوړې په مراسمو کې وویل چه امریکا بېرته صحنې ته راغله. خو هغه زیان چه د امریکا اعتبار ته د دونالډ ترمپ د واکمنۍ په وخت کې ورسېد، په آسانه نه شي اعاده کېدای. په نړۍ کې د امریکا پخوانی رول بیرته ټینګول او اعاده کول وخت ته اړتیا لري او ممکنه ده چه رقیبان او دښمنان یې په خپلو وړاندوینو او محاسباتو کې خطرناکې غلطۍ او اشتباهات هم وکړي.
په افغانستان کې د لویدیځ د اوږدې مودې حضور پای ته رسېدل به په دې هېواد کې د قدرت خلاء منځ ته راوړي او سیمه ایز قدرتونه به هڅه وکړي دغه خلاء ډکه کړي. په تېرو شلو کلونو کې یواځې امریکا او د هغې جګړه د القاعده او طالبانو سره نه وه. د پاکستان د پاره دا جګړه تل د خپل اصلي دښمن هندوستان د نفوذ په وړاندې او د خپلې خاورې د ساتنې او محافظت دپاره ده. اسلامي تروریزم د پاکستان په هلوځلو کې یوه مهمه وسیله ده او همدا علت دی چه د امریکا په وړاندې د پاکستان سیاست تل دوه اړخیزاو مبهم دی. له یوې خوا پاکستان متحده ایالاتو ته اجازه ورکړه چه د پاکستان د بندرونو او سیمو څخه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالولو د پاره استفاده و کړي، خو د بلې خوا یې اسلامي تروریستانو، بن لادن او د طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې پټنخایونه برابر کړل.
په عین وخت کې د ایران رژیم د افغان شیعه ګانو څخه د ملاتړ په مقصد د خپل شرقي سرحداتو په ټینګولو سره خپل حضور د افغانستان په غرب کې پیاوړی کړ او د سیمې تر ټولو لوی توسعه طلبه قدرت یعنې چین په افغانستان کې د دې هېواد طبیعي شتمنیو ته د لاس رسي په طمع دی او په دې هېواد کې لویې جیوسیاسي ګټې لري. سربیره پر دې چه چین د دې هېواد د کمربند او لارې پروژې دپاره یو بالقوه د محصولاتو یو لوی تجارتي ګدام دی، د پاکستان سره د افغانستان نژدې اړیکې به په داسې حال کې چه چین د هندوستان سره خپل سرحدي جنجال بیا تازه کړی دی، د چین سره خپلو اهدافو ته د رسېدو په لاره کې ډېره مرسته وکړي.
هغسې چه غرب په خپل حضور سره په افغانستان کې د دغو اختلافاتو مخنیوی کړی دی، د غربي ځواکونو وتل به په ډېر احتمال برعکس اغېز ولري. چین به هڅه وکړي ځان د امریکا د ځایناستي او د یو مسلط سیمه ایز قدرت په توګه څرګند کړي. دا چه چین به وشي کولای دغه د باروتو ډک بېرل تر شورویانو او امریکایانو په ښه توګه بې خطره کړي، جلا مسئله ده، خو د شک کولو د پاره کافي دلایل شته.
حد اقل د نولسمې پېړۍ راپدې خوا د افغانستان د بدبختیو او دیدنیوعلت دا دی چه دا هېواد په دوامداره توګه د لویو قدرتونو د ګټو په محراق کې دی. په سر کې دا هېواد د بریتانوي او روسي امپراطوریو تر منځ مرکزي او جنوبي آسیا ته د رسېدو په رقابت کې د اختلاف او جنجال سیمه شوه . بیا په شلمه پېړۍ کې د سړې جګړې په اور کې و سوځېد، یعنې هغه وخت چه شوروي ځواکونو په ۱۹۷۹م کال کې پردې هېواد یرغل وکړ.
کله چه په ۱۹۸۹ کال کې شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شوه او زمینه د القاعده په شان ډلو دپاره مساعده شوه چه خپل مرکزونه پرانیځي او طالبان په دې وتوانېدل چه پر هېواد خپل کنټرول ټینګ کړي.
د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر یوولسمې پېښې وروسته متحده ایالات او غربي متحدین یې دې هېواد ته ورننوتل. نو افغانستان د نیمې پېړۍ راپدې خوا په جګړه کې دی او هېڅ داسې یو دلیل نه شته چه فکر وکړو چه د دې هېواد دیدنۍ به په نژدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.
په افغانستان کې د غربي ځواکونو د حضور دپاره بل هېڅ ښه بدیل او آلترناتیف نه شته. د ۲۰۲۱ د سپټمبر میاشتې تر دوولسمې وروسته به هم د یوې با امنه او بهتره نړۍ شاهدان و نه اوسو. برعکس د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به حتماً د یو بل بشري ناورین سبب شي. افغان اولس به تر ټولو لومړی قرباني وي، خو یقیناً چه آخري قرباني به هم نه وي.