پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد جاپان سفیر: د نجونو د زده کړو بندیز دوام به روغتیایي...

د جاپان سفیر: د نجونو د زده کړو بندیز دوام به روغتیایي برخه له ګواښ سره مخ کړي

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』‏کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشی کورومایا وایي، هر ماشوم د زده‌کړو حق لري او هرې نجلۍ ته باید په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د زده‌ کړو زمینه برابره شي.

هغه افغانستان کې پر نجونو د ښوونیز بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړې زیاته کړه چې په روغتیایي برخه کې د ښځو ډاکټرانو تشه محسوسیږي.

جاپاني سفیر ویلي، که ښځو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره نشي نو افغانستان کې به روغتیایي خدمات له ګواښ سره مخ شي.

تاکایوشي کورومایا له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

دغه راز جاپان”افغانستان کې د پولیو له‌منځه وړلو” د یو کلن پروګرام لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (یونیسف) سره پنځه میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

ټاکل شوې چې دغه یو کلن پروګرام کې به څه باندې ۱۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

کابل کې د جاپان سفیر په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي، هېواد یې له تېرو شلو کلونو راهیسې د یونیسف له مهمو شریکانو دی چې د افغان ښځو او ماشومانو ملاتړ یې کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...