Homeخبرونهسبا جمعه په ۱۲ ولایتونو کې د باران اټکل شوی

سبا جمعه په ۱۲ ولایتونو کې د باران اټکل شوی

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې سبا (جمعه) په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې زابل، غزنی، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان او بدخشان ولایتونه یاد شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په یادو ولایتونو کې، له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره د باران اټکل شوی دی.

خبرپاڼه همدارنګه په سویلي، سوېل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم کړی چې، تېزوالي اندازه یې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په یوه ساعت کې اټکل شوی دی.

دغه اټکل داسې مهال کېږي چې، د روانې اوونۍ په پیل کې په ننګرهار کې د سېلابونو او ورښتونو له امله دوه کوچنیانو ژوند بایلود او پنځه تنه نور ژوبل شول.

دغه راز تر ۵ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه سیلابونو ړنګه او تر ۳۰۰ کورونه یې ویجاړ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...