جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپښتون سیاستوال، مولانا خانزېب په یوه وسله وال برید کې ووژل شو

پښتون سیاستوال، مولانا خانزېب په یوه وسله وال برید کې ووژل شو

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』‏پښتون ملتپال سیاستوال او د عوامي نېشنل ګوند غړی، مولانا خانزېب له مرګوني ټپي کېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړ.

ځايي سرچینې وایي، چې پر نوموړي دا وسله وال برید د باجوړ په شنډۍ مور سیمه کې نن ماسپښین وشو.

ویل کیږي، چې له دغه پښتون ملتپال سیاستوال سره درې نور کسان هم ټپیان شوي هم دي.

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین د مولانا خانزېب پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې ده.

هغه ویلي، چې مولانا د پښتون ملت او د وطن د امن غږ لپاره لوی زیان دی.

تر اوسه پر مولانا خانزېب د برید مسوولیت کومې ډلې یا چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مارچ میاشتې په ۱۵ مه نېټه، وتلی دیني عالم، مفتي منیر شاکر هم په خپل جومات کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

3 COMMENTS

  1. بیله کافرستانه ای ایس ای سوډره یې بل څوک وزني.دوی ددغه عدم تشدد له برکته ټول ووزل سي.یا مرګ یا ازادي مګر دوی مرګ منلی د تور پنجابي او خپلې سپیګانې له برکته نه سي د بلوچیانو په شان راپورته او د وسلې په زور تور پنجاب وشړي.بس کافرستان یې وزني او دوی لا په هغه برسیره هم زنداباد پاکستان نارې وهي.😔

  2. د پښتنو علماء، مشران او په وطن مین زلمیان نباید پاتې شی. په مختلفو نومونو باید وویل شی تر څو دا قوم چی په سلګونو کالو بیرته پاتې دی نور هم شاته پاتی شی. ګوری پدی عصر کی یی مونږه ته داسی تش په نامه یو رهبر ټاکلی چی کفار سپژمی ته نن سبا خپلې اډې وړی خو دوی په مونږه باندی مکاتب بند کړی. د مرګ په خوب ویده پښتانه به کله را ویښ شی؟

  3. د مولانا خانزېب قتل د پاکستان د استبلشمنت له خوا شوي دا مرموزه قتل د پاکي له جوړښته را په په کوزه پښتنه سيمه کي روان دی. ،پاکي تل د پښتني ټولني سرکښه،روښانه خلک که روحاني وي که سياسي او که دپوهي او علم خاوندان وي له منځه وړي او وړي ئي دی ځکه دا خلک قتله وي ځکه چي دا سرکښي د ټولني د بدي ورځي حالت رسوا کوي چي علتونه ئی د پاکستان په مافيائی استبلشمنت پوري تړلي دي کوم چي د پښتنو زيرمي لوټوي، او د علم او معرفت لاري ورباندي باندي تړلي ځکه څومره چی پښتون د پوهي خاوند کيږي په هغه کچه پاکي خپله ګټه په ختر کي ويني.
    پاکي په د پوه ده چی پښتون اولس غلی پروت ده نو يواځني لاره د پښتنو د نه د ملي او روښانه شصيتونو له منځه وړل دي او په پاليسی داد انګريز بچی اسانه بي تاوانه برياليتوب حس ګوي
    پاکي تر هغو له د ظلمه لاس نه اخلي تر څو چي له زوره سره نه وي مخامخ شوي ښه مثال ئي بنګله ديش ده، هغه قربانيوي چي پښتون اولس د پاکي له جوړښته را په د خوا ورکړي که مو سر له سره ورکړي وای نن لکه به بنګله ديش ازاد هيواد وای.
    بلوڅ خو خپله پیسله کړي پښتونه ته بي کله کوي.
    تر کله به د قربانيانو کټ په اوږه جنازي وړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب