تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰مه) په داسي حال کې چې پاکستان او ایران د میلیونونو افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی، د افغانستان بل ګاونډي، تاجکستان هم اعلان کړی چې افغان کډوال باید د دغه هیواد له خاورې ووځي.
تاجیکستان پراخ کمپاین پیل کړی چې له مخې یې زرګونه افغان کډوال نیول کېږي او په زور شړل کېږي. افغان کډوالو ته یوازې ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې له دې هیواده ووځي، هغه اقدام چې د کډوالو په منځ کې یې ویره او ګډوډي خپره کړې ده.
پلازمېنې دوشنبې ته نژدې نیونې
د راپورزونو له مخې، په تېرو ورځو کې د افغانانو نیونې خورا زیاتې شوي، په ځانګړې ډول په وحدت ښارګوټي او رودکي ولسوالۍ کې چې پلازمېنې دوشنبه ته نژدې موقعیت لري.
د راپورونو له مخې، افغان نارینه ډېری وخت له خپلو کارځایونو څخه، بې له خبرتیا په داسي حال کې نیول کېږي چې هغوی ته دا فرصت هم نه ورکول کېږي چې د کورنۍ له غړیو سره تماس ونیسي.
حتی اسناد هم کډوال نه ژغوري
دغه شړل د هغو افغانانو پر ژوند اغېز کوي چې په قانوني توګه په تاجیکستان کې میشت دي، د استوګنې جواز یا د ملګرو ملتونو د پناه اسناد لري، او په کانادا یا نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو په تمه دي.
زیاتره یې پخواني دولتې کارکوونکي، پوځیان، یا له پخواني افغان حکومت سره تړلي کسان دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ژوند د خوندیتوب لپاره تاجکستان ته تښتېدلي دي.
د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ژوره اندېښنه
ملګرو ملتونو د تاجیکستان پر دغه اقدام ژوره اندېښنه ښودلې. وروسته له هغه چې د ۲۰۲۴ په دسمبر کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان د ملګرو ملتونو له اسنادو سره سره، په زور وشړل شول د کډوالو لویې کمیشنرۍ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې له تاجیک چارواکو وغوښتل چې شړنې ودروي،.
UNHCR وايي، دا کړنې د نړیوالو ژمنو خلاف دي، او کډوال د شکنجې، نیونې او احتمالي وژنې په شمول له جدي خطر سره مخامخ کوي.
د سیمې په کچه پراخ فشار
د تاجیکستان دغه کړنه د سیمې د نورو هېوادونو له پالیسۍ سره همغږې ده. ایران او پاکستان هم په وروستیو میاشتو کې په پراخه کچه افغانان شړلي دي.
محدودې لاري، زیاتېدونکی خطر
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د افغان کډوالو لپاره د خوندي پاتې کېدو امکانات مخ په کمېدو دي:
- د بیا مېشتېدو پروګرامونه ډېر ورو روان دي
- ډېر هېوادونه لا هم د پناه ورکولو نوې او اسانه لارې نه دي خلاصې کړي
په پایله کې، زرګونه افغان کډوال له سخت انتخاب سره مخامخ دي:
یا به له پر له پسې نیونو او شړلو په وېره کې ژوند کوي، یا به بېرته داسې هېواد ته ستنیږي چې تعقیب، شکنجه، یا مرګ ورته متوجه دی.