جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران د ورځې تر ۴۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستنوي

ایران د ورځې تر ۴۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستنوي

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه) د طالبانو د اسلامي امارت یو جګپوړی چارواکی د وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر شدید شوی، او تر ۴۰ زره افغانان هره ورځ له دغه هېواده ایستل کېږي.

د طالبانو د ريیس الوزرا د اداري چارو مرستیال او د مهاجرینو د چارو د حل د عالي کمېسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي،په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان هره ورځ د اسلام‌کلا له پولې (هرات) راځي، او نژدې ۱۰ زره نور د میلَک له لارې (نیمروز) راستنول کېږي.

حنفي زیاته کړه چې په تېره یوه میاشت کې له ایران څخه تر ۵۰۰ زره ډېر افغانان بېرته‌راستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د مرستو ژمنه:

حنفي وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې بېرته‌راستنو شویو ته بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي، چې پکې دا موارد شامل دي:

  • هر کس ته۲ زره افغانۍ نغدي مرسته
  • له پولې وړیا ترانسپورت
  • اساسي خدمات لکه سرپناه او لومړنۍ اړتیاوې

هغه همداراز اعلان وکړ چې شاوخوا ۱۴۰،۰۰۰ جریبه (۲۸،۰۰۰ هکتاره) ځمکه به د بېرته‌راستنو شویو د استوګنې لپاره ورکړل شي. دغه ځمکه به په ۳۵ ټاکل شویو مېشت‌ځایونو کې، چې په ۲۵ ولایتونو کې موقعیت لري، د ارزانه اجارې یا دایمي ملکیت په بڼه ورکړل شي.

مستحقو کورنیو ته به د کورنۍ د غړو د شمېر له مخې تر ۱۵ بسوې (شاوخوا ۰.۳ هکتاره) ځمکه ورکړل شي.

د پانګوالو لپاره امتیازارت:

مولوي حنفي وویل، هغه افغانان چې له بهر څخه له پانګې سره بېرته‌راستنیږي، دا امتیازات به ترلاسه کړي:

  • پینځه کاله مالیاتي معافیت
  • وړیا صنعتي ځمکه
  • تر دوو موټرو پورې له مالیې پرته د وارداتو اجازه
  • د بهرنیو کارکوونکو لپاره دوه کلنې کاري ویزې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب