تاند『جمعه د چنګاښ ـ سرطان ۲۰مه』افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ وروستي پرېکړه لیک ته سخت غبرګون ښودلی.
خلیلزاد پوښتنه کړې، د عدالت او حقونو همدغه مدعي هېوادونه چې پرېکړه لیک کې موافقه رایه کارولې، د بشري حقونو د ساتنې څومره عالي سابقه لرلې ده؟
خلیلزاد وايي، هېوادونه داسې افغانستان ته د بشري حقونو د رعایت توصیې کوي، چې له ۴۰ کلنې جګړې راوتلی؛ فقر سره مبارزه کوي او ګاونډیان یې سلګونه زره کډوال ورلېږي.
خو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرېکړه لیک له طالبانو هغه غوښتنې کړې دي، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکا له طالبانو د دوحې په قرارداد کې کړې دي.
دا پرېکړه لیک د ۱۱۶ هېوادونو په موافقو رایو تصویب شوی او پکې افغانستان کې پر بشري حقونو د ټینګار ترڅنګ له طالبانو ټولګډونی حکومت او ترهګرۍ او نشه يي موادو سره پر اغېزناکې مبارزې ټینګار شوی دی.
امریکا او اسراییل د دغه پرېکړه لیک مخالف وو، خو د روسیې او چین په ګډون ۱۲ هېوادونو بې طرفي ښودلې ده.
امریکايي ډيپلوماټ اشاره کړې، چې افغانستان د نړیوالو تر بندیزونو لاندې دی، خو د پرېکړه لیک ملاتړو هېوادونو د یادو موخه په ترلاسه کولو کې طالبانو سره هېڅ پلان نه دی شریک کړی.
خلیلزاد وايي، دا نامعقول او شرمناک اقدام دی.
له دې سره سره زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتنه کړې، چې افغان ښځو او نجونو سره ښه چلند وکړي او ټينګار یې کړی، چې افغان نجونې باید زده کړو او کار ته لاسرسی ولري.
افغانستان کرزې، اشرف غنی ، زلمی او یوشمیر نورو کپړیو او کاسو دغه حالت ته راووست چې له نامعقولې هم اوچت ناوړین بلل کیږی. زلمی خلیل اوس هم افغانستان دواشنګتن په ډبر ه تلی!
ددې کوم ځای نامعقول دی؟
محصلین څه وايي؟
موږ له یو شمېر محصلینو سره د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د محصلینو د شمېر کمېدو په اړه هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خبرې کړې.
یو شمېر محصلان وايي، اقتصادي ستونزو د لوړو زده کړو پرېښودو ته اړ کړي.
ځینې وايي، پر راتلونکي نه باور او دا چې تر لاسه کوونکی تحصیلي سند به یې برخلیک بدل کړي او که نه، هغه لاملونه ګڼي چې تصمیم یې نیولی پوهنتون پرېږدي او د کار په لټه کې شي.
پريګار محمدي چې د کابل اوسېدونکې ده وايي، د خوښې وړ ریشته يې معالجوي طب و، خو حکومت بدل شو او ویې نشو کولی تحصیل ته دوام ورکړي.
دا وايي: “خو هیله مې ونه بایلله یوه خصوصي انسټیوټ ته لاړم. هلته د قابلهګۍ په درېیم سمستر کې وم چې بیا انسټیټیوټونه هم د نجونو پر مخ وتړل شول. زما هیله ده چې دغو انسټیټیوټونو ته بېرته اجازه ورکړل شي تر څو په خپله رشته/برخه کې یو ځل بیا خپلو زده کړو ته دوام ورکړو”
که د لمریز سیسټم په سیارو ( مثلاً زحل یا عطارد یا مریخ) کی فضائی موجودات شتون ولری ( چی احتالاً شتون به ولری) نو دا موجودات به د کائناتو د عجیبو منظرو د لیدو او سیاحت لپاره د مځکی کُره انتخاب کړی. یقیناً چی د مځکی پر مخ به د سیاسی – اجتماعی حیرانوونکی وضعیت د لیدو څخه ډیر خوند واخلی.
خصوصاً ددې منظرې څخه:
۱ – یوه د ګُره زوی لسګونه لسګونه کلونه د دموکراسی او بشری حقوقو د تعمیم! او تحکیم! په ادبیاتو د نړۍ ۵۰٪ وګړی غولوَلی وه او غولوَلی دی خو بالآخره ئې د افغانستان پر وولس داسی اهریمنی بلاوی مسلطی کړې چی نه د ځان حق پیژنی او نه د بل حق.
۲ – په بل کُنج کی بل د ګُره زوی ټوله ورځ په لوړو او عالی علمی مرکزونو کی په علمی تحقیقاتو بوخت وی خو کله چی کور ته راسی نو یا ډبرین بُت ته سجده کوی یا د غوا لکۍ د تقدس په خاطر ور زیښی.
۳ – بل د ګُره زوی بیا حکومتی سیسټم د مارکسیزم – مائوئیزم پر بنسټ تشکیل کړی دی خو بازار ئې پر مطلق سرمایه داری سیسټم تنظیم کړی دی البته خبره د مارکسیزم یا سرمایه داری سیسټم په ستاینه یا غندنه کی نه ده بلکه خبره پدی حیرانوونکی مهارت او هنر کی ده چی څنګه دا دوه متناقض سیسټمونه په یوه بستر کی سره پخلا شویدی؟
۴ – تر ټولو خوندوره او زړه وړونکې منظره به دا وی:
د بصیرت خاوندان چیغی وهی چی اې خلګو! طالبان د امریکائیانو او ناټو په ماتی نه دی توانیدلی بلکه کیسه بله وه او بله ده خو امریکائیان وائی چی بلی طالبانو موږ امریکائیانو او ناټو ته ماتی راکړه.
د امریکا تر حمایت لاندی دا په پاکستان کې د روزل شوی ترویستی افرارطی ډلې مشران چی اوس واک کې دی دوی قطعاً جنګ کی نه وو دوی دمیلیونو کلدارو په لرلو خپلو دوه او دری ښځو سره شپې تیرولی حقانی امریکاییانو تر ترننګ لاندی نیولی و نوم یی ورباندی د بندی ایښی و ملا برادر پاکستان کی د بندی په نوم ترروزنی لاندی و چی را خلاص شو دوه دری بچی یی هم ورسره و! دا څه ډول بندیان وو؟ جنګ د هلمند وردګ او قندهار سپرو یتیمانو کا و چی ډله ډله بوشکو کی والوتل اوس یی څوک نوم هم نه یادوی خلیل زاد هسی وایی له جګړی راوتلی . دا د پاکستان له استخباراتو راوتلی نه له جګړی ! جګړی هسی بیعقلو احساساتی زلمیانوکولی چې ټول بمونو کی او انحارونو کی والوتل
اوسنۍ نړۍ کی مافوق التوصیه انسان ،ټولنه او حکام قطعا وجود نلری،بیا خصوصا جنګ افروز حلقات،جنګیالی او بالاخص غاصب او کرایی ملیشې.
لاندې مثالونو ته زیر شی:
پنجابی حکام ،پښتنو او ګاونډیو سره کوم انسانی چلند لری؟
په غزه او اشغالی سیمو کی کوم ظلم او رذالت دی چي ندی شوی؛اسرائیل او ړانده ملګری یی د ماشومانو قتل عام کی هغه هم په دروند بمبارد او بیا اوبه او خواړه نه پریښودل د قاتلانو انسانیت تر سوال لاندی نه راولی؟ داړونکی حیوانات هم داسی نکړی.
آیا جنګ جوړول د وسلو د خرڅلاو لپاره او د بشریت په وینو تجارت ،کوم اړخ یی انسانی دی؟
آیا همدا جنګپالان چي څه کوی ؛ دا د نړیوال قوانینو او نظم اخلال او د بشریت تباهی نده؟
د دکتورا سره دا ښایی چي د جنګیالو پر ځای جنګ جوړوونکو او جنګپالانو ته توصیه او د انسانیت، تمدن،تهذیب او علم ، مصلحانه دریځ توضیح کړی ورنه دکاتره او شیوخ به د جنګپالانو لپاره د حمر رول اداء کوی .
خلاصه دکاتره او شیوخ باید د انسانیت د مفشن سقوط مخه ونیسی او تنها توصیه کافی نده ؛بلا ډیره لویه ده او اصحاب عقل او علم یی درک کولی شی او بس.