Homeخبرونهبدخشان کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

بدخشان کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

تاند『جمعه د چنګاښ ـ سرطان ۲۰مه』بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ۱ بل ټپي دی.

په وژل شویو کسانو کې زوم او ناوې هم شامل دي.

د طالبانو امنیه قومانداني ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د تشکان – کشم له سړکه د یوه موټر لوېدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه وايي، موټر د چلوونکي د بې پامۍ له امله له سړکه وتلی دی.

په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې ګراف تر ریکارډ کچې لوړ شوی دی.

بل لورته د نظر خاوندان بیا د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ تر څنګ په معیار نه جوړ شوي سړکونه هم د پېښو د زیاتوالي لامل بولي.

دوی وایي که په هېواد کې سړکونه معیاري او د غیر قانوني موټر چلوونکو مخه ونیول شي نو د پېښو ګراف به را ټیټ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...