تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغان کډوالو د چارو مشر هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې افغان کډوالو ته له تاجیکستان څخه د وتلو ضربالاجل ټاکل شوی دی.
مصور بهادری، چې په دوشنبه ښار کې د افغان کډوالو د کمیټې مشر دی، له تاجیکستاني رسنۍ «آسیاپلس» سره په خبرو کې، دا راپورونه ناسم وبلل چې ګنې افغان کډوال له دغه هېواده په زور ایستل کېږي.
نوموړي وویل: «تر ننه هیڅوک د جبري ایستنې د شکایت یا راپور لپاره کمیټې ته نه دی راغلی.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې ګڼو رسنیو راپور ورکړی و چې د تاجیکستان چارواکو افغان کډوالو ته د وتلو ۱۵ ورځنی مهلت ټاکلی دی.
له بلې خوا، په دوشنبې کې د افغانستان سفارت هم ویلي چې د تاجیکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو په اړه د کوم رسمي اقدام په اړه معلومات نه لري او تر دې دمه د کوربه هېواد له چارواکو سره په دې اړه کوم تماس نه دی نیول شوی.
سره له دې، د تاجیکستان چارواکو تر اوسه د خپرو شویو راپورونو د تایید یا رد په رسماً څه نه دي ویلي.
تاجیکستان ته، له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې پخوانی افغان حکومت سقوط وکړ، ډېر شمېر افغانانو پناه یووړه. سره له دې چې دغه هېواد افغان کډوالو ته پناه ورکړې، خو د محدودو زیربناوو او د کابل له حکومت سره د سیاسي اړیکو له امله، تل د افغان کډوالو د امنیت، استوګنې او راتلونکي په اړه اندېښنې موجودې وې.
تاجیکستان د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په منځ کې هغوی ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ – تاند