د بشري حقونو په نامه هره ورځ زرګونه جنایتونه د هغو سازمانونو، سیاستوالو او دولتونو له لوري ترسره کېږي چې شعار یې د بشر حقونو ته درناوی او ځانونه ورته ژمن ښیي. د بشر د حقونو نړېوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه یا Human Raights watch ډېری وخت د نړېوالو قدرتونو د ګټو تابع ښکاري، هغه جنایتونه چې د یو شمېر هېوادونو له لوري چې نړېوال قدرت لري او یا د هغو هېوادونو له لورې چې د دغو هېوادونو د ګټو تابع وي ډېر غبرګون نه ښيي، یا هیڅ غبرګون نه ښيي، خو هغه هېوادونو چې د نړېوالو قدرتونو له ګټو، د هغوی له شومو پالیسیو ځان جدا حسابوي هر عمل ته یې غبرګون ښيي جې دا دوه ګونی معیار دی، یو د ملګرو او بل د مخالیفینو لپاره.
وروستيو څو کلونو کې د ځینو هېوادونو تر منځ جنګونه وشول، عامه وژنې وشوې، په ښکاره ډول د نسل وژنې پېښې وشوې خو نړیوال سازمانونه غلي وي. نړېوالې ادارې، سازمانونه یا بل هر څه چې د هر هدف لپاره رامنځته شوي وي باید د هماغه څه لپاره کار وکړي، د څه د مخنيوي مسوولیت چې لري باید مخه یې ونېسي، کنه تش نوم او د ودانۍ فزیکي جوړښت یې نو څه مانا لري؟
یوازې د هېوادونو تر منځ د جګړو خبرې نه دي، دا بې عدالتۍ په مهاجرتونو کې هم شته. وروستیو څو لسیزو کې د جګړو له امله په پراخه کچه د خلکو مهاجروتونه چې امنو هېوادونو ته ته کېږي هم د بې عدالتیو ښکار دي. د هغو دولتونو له لوري چې د بشري حقونو په سازمانونو کې د سرلارو حیثیت لري دا بې عدالتۍ پکې ښې پرېمانه لېدلی شو. یو خو زموږ د وطن د ګاونډیانو مسله ده چې هغوی زموږله مهاجرینو سره څه وړ چلند کوي، له هغوی یې د ښه والي تمه هم نه کېږي، خو په اروپا او امریکا کې چې څه ډول چلند له کډوالو،بالخصوص له افغان کډوالو سره کېږي هیڅ د توجیې وړ نه دی. د دې چلند د لېدلو لپاره اړینه نه ده جې سړی دې هتمن د کډوالۍ دوسیو اړوند اداره کې کار وکړي چې دا شیان او بې عدالتۍ وګوري، څه چې له عمومي اوضاع څخه معلومیږي دوه ګونی چلند دی. وروسته له دې چې افغانستان کې تحولات رامنځته شول په پراخه کچه هېوادوال اروپا، امریکا او نورو هېوادونو ته مهاجر شول. که څه هم اروپا کې ځینو هېوادونه د غیرې قانوني کډوالو لپاره ښه پروګرامونه لري خو چې د نورو هېوادونو د وګړو سره یې پرتله کوې نو سړی پرې خفه شي.
په اروپا او بالخصوص په جرمني چې کله هم د ټاکنو وخت را ورسیږي نو د جنایتونو شمېر هم ورسره په زیاتېدو شي او دا جنایتونه یې اکثر د مهاجرو وګړو له لوري شوي وي. هغه ګوندونه چې په انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وي بیا له دې موقع څخه ډېره ښه د ځان په ګټهٔ استفاده کوي او دا مسله دومره وچېړي چې د عامت خلکو د نفرت پارونې سبب شي. د دې جنایتونو څخه یې یو څو هغه دي چې په المان کې د نوي صدراعظم تر ټاکنې وړاندې د افغانانو له لوري ترسره شوي و چې یوه یې د وړکتون په ماشومانو د چړې برېد کړی و اوبل په عامه خلکو موټر ورخېژولی و. زه هغه وخت حیران دې ته وم چې ولې هره بده پېښه د افغانانو له لوري ترسره کېږي؟ دا پېښې ولېاوس نه کېږي؟ داسې نه ده چې له انسان څخه به کوم ناروا عمل ونه شي خو موږ واورېدل چې خپله المانیان هم په جنایتونو کې ښکېل و،خلک یې په چړو وهلي، د مهاجرینو کمپوتو ته یې اور ورته کړی خو د المان رسنیو دا پېښې ځکه زیاتې نه دي څېړلي چې دوی بهرنیان نهو.
۲۰۲۵ میلادي کال په المان کې د ډېرو هغه افغانانو د پناه غوښتنې دوسیې په یوه نه یوه طریقه رد شوي چې دې هېواد ته غېرې قانونيراغلي و، دا شمېر لا په زیاتېدو دی او هره ورځ ځایي محکمو کې ته اعتراضونه کېږي چې شمېر لسګونو ته رسیږي.
له دې پرته یو شمېر افغانان چې د دې هېواد له عسکرو سره یې په افغانستان کې دندې لرلې او المان ته د راتلو وعده ورسره شوې خو ددې لپاره چې د دوی د راتلو پروسه بشپړه شي نو په دریم هېواد کې د راتلو لپاره منتظر ول خو نوي صدراعظم دا هر څه وتړل. دې کار تهد المان د ګډوالو ادارو غبرګونونه وښودل خو تر اوسه یې کوم ځای لا نه دی نېولی. نیوکه دا ده چې افغان او سوریایي کډوال سخت دریځه افکار لري او زیاتره جنایتونه د دوی له لوري تر سره شوي خو دا یوازې د سوریې او افغان کډوالو مسله نه ده بلکې تفاوت دا دی چې دافغانستان او سوریې د کډوالو جینایي پېښو ته د دې هېواد رسنیو ډېره هوا ورکړې چې د عامه ذهنیت د ځورونې لامل شوې او نورېپېښې چې خپله د المانیانو له لوري تره سره کېږي څوک پرې خبر شوي نه دي.
یو بل لوی تفاوت یې له اوکرایني کډوالو سره هم لېدلی شو هغه حقونو څخه چې د اوکراین کډوال ترې برخمن دي د بل هیڅ هېواد وګړو ته به هغومره زمینه نه وي مساعده. دا ځکه چې اوکراین د دوی د ګټو لپاره له روسیې سره جنګیږي. خو ټول انسانان یو بشر دی او څوک چېد بشر حقونو ته ځان ژمن حسابوي نو ولې بیا د انسانانو تر منځ دا بې ځایه تفاتونه رامنځته شوي.
جنایت فردي عمل دی او د دې مانا دا نه ده چې د یوه ملت خلک دې ټول همغه رقم وي.
ځینې هېوادونه غواړي ځان په اټومي قدرت سمبال کړي، خو نور یې چې په اوسنۍ نړۍ کې د زور خاوندان دي دې کار ته اجازه نه ورکوي. ولې چې په دوی اعتبار نشته چې دا وسلې به د بشر په ضد یا د سیمې او نړۍ هېوادونو امنیت ته زیان نه رسوي. نو د دېضمانت چا ورکړی دا کوم هېوادونه چې اټومي وسلې لري هغه به یې استعمال نه کړي، هره وسیله د ازمایښت او استعمال لپاره جوړیږي،نه ټول عمر د ساتلو لپاره خو یوه ورځ به را رسیږي دا څوک چې د بشر د حقونو د رعایت خبرې کوي دوی به همدې بشریت ته خنډونه جوړوي، زیان به ورته رسوي او عامه وژنې به کوي. لکه ځینې نمونې یې موږ وینو او لېدلي مو هم دي.
شکور رادمنش