Homeخبرونهسږکال سعودي کې د حج مراسمو پرمهال ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي

سږکال سعودي کې د حج مراسمو پرمهال ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』د طالبانو د حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د مړینې عمومي شمېرې خپرې کړې.

د طالبانو د حج او اوقافو سرپرست وزیر ویلي، چې د تېرو کلونو په پرتله، سږ کال د افغان حاجیانو د مړینې کچه ټیټه وه.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال ټول ۱۸ افغان حاجیان په سعودي عربستان کې مړه شوي دي.

له یادې ډلې یې ۳ تنه د ټرافیکي پېښې او پاتې نور د ناروغۍ او زړښت له امله مړه شوي دي.

یاده دې وي، چې سږ کال ۳۰ زره افغانان په ۹۷ پروازونو کې د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...