پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهیوناما د طالبانو پر نوې رسنیزې تګلارې ژوره اندېښنه ښودلې

یوناما د طالبانو پر نوې رسنیزې تګلارې ژوره اندېښنه ښودلې

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په تازه څرګندونو کې د طالبانو وروستۍ رسنیزه تګلاره د اندېښنې وړ بللې ده.

یوناما وايي، د طالبانو دا اقدام به لا له وړاندې محدود شوي رسنیز چاپېریال کې نوره وېره او خودسانسوري رامنځته کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کورنیو رسنیو ته هغه له وړاندې لګول شوي شفاهي محدودیتونه رسمي کړل، چې پر خبریالانو، خپرونو او رسنیو ته پر بلل کېدونکو مېلمنو وضع شوي وو.

طالبانو رسنیو ته په رسمي ډول ویلي، چې هېڅ ډول انتقادي سیاسي خپرونې نشي کولای او سپارښتنه یې کړې، چې د خپرونو منځپانګې او د بلل کېدونکو مېلمنو نوملړ او جزییات له نشر وړاندې باید دوی سره شریک شي.

د دې سند رسمي نوم “د افغانستان د سیاسي پروګرامونو د مدیریت تګلاره” ده.

طالبان دغه محدویتونه د “اسلامي اصولو د ساتنې، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د قومي، مذهبي او ژبنیو تفرقو د مخنیوي” په نوم توجیه کړي دي.

د رسنیو کارکوونکي وايي، په دې سره طالبان یوازې غواړي چې دا ډله په افغانستان کې له وړاندې ژوندۍ مدني او د بیان آزادۍ فضا په بشپړه توګه له منځه یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...