پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهعزیزي له ایرانه راستنېدونکو سره ۱ میلیارد افغانۍ مرسته اعلان کړه

عزیزي له ایرانه راستنېدونکو سره ۱ میلیارد افغانۍ مرسته اعلان کړه

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』ملي پانګوال او ‏د عزيزي بنسټ مشر، میرویس عزیزي له ایرانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت بېړنۍ مرسته اعلان کړه.

عزیزي ویلي، چې له ایرانه د «هېوادوالو» جبري اخراج او د هغوی پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د عزیزي بنسټ د ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت له مرستې سربېره نوموړي پر ملي او نړیوالو مسوولو مرستندویه ادارو غږ کړی، چې دې «انساني فاجعې» ته جدي پام وکړي.

یاد بنسټ دا مرسته داسې مهال اعلان کړې، چې نړیوالې ادارې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د لاسنیوي برخه کې د تمویل له کمښت شکایت لري.

طالبانو تر اوسه د دغه افغان پانګه وال د مرستې اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت تېره ورځ راپور ورکړ، چې ایران د میلادي کال له پیله تر جولای میاشتې پیل پورې، ۷۴۱ زره افغانان ایستلي دي.

راستانه شوي افغانان د بېړنۍ سرپناه، خوړو، روغتیايي مرستو او په دوامداره توګه د کاري فرصتونو غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...