Homeخبرونهننګرهار او پکتیکا کې ۴ تنو ژوند بایللی

ننګرهار او پکتیکا کې ۴ تنو ژوند بایللی

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسؤولان وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د دېوال نړېدو پېښه کې دوه کارګر مړه شوي دي.

سرچینه وایي په مړو شوو کې یو د ننګرهار او بل د کونړ ولایت اوسېدونکی دی.

‏دغه راز د یوه بل خبر له مخې پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیه قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې د یحیی خېلو ولسوالۍ په منځ ګوډلو کلي کې یوه کس دوه تنه وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کسان وړمه شپه په یوه کور کې د خپلمنځي شخړې پر مهال په چاقو وژل شوي دي.

سرچینه کاږي چې ، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، چې په کې د یوه کس روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې، قاتل طالبانو نیولی او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...