تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』د وروستیو راپورونو له مخې پرون چهارشنبه له ایران او پاکستان څخه ۵ زره کډوالې کورنۍ راستنې شوې.
په دغه شمېر کې د ننګرهار د تورخم له لارې ۹۷، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۷۰۵، د پکتيکا د انګور اډې له لارې ۲ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۱۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
طالب مسوولان وایي، چې په یاده شمېره کې ۴۷۴ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او دغه راز سلګونو نوروکورنيو ته مرستې هم وېشل شوې دي.
پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي وو، چې د روان کال د جون تر پای پورې ۹۴۹زره افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۷۴۱ زره له ایران او ۲۰۸ زره له پاکستانه راستانه شوي دي.
یوناما زیاته کړې وه، چې سیمهییزو شخړو د راستنېدنې بهیر چټک کړی، او یوازې د جون په میاشت کې ۲۸۳ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي دي.
دا اداره خبرداری ورکوي چې راستنېدونکي کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې مرستې پراخې کړي.