Homeخبرونهامریکا بیاځل اوکراین ته د وسلو لېږد پیل کړ

امریکا بیاځل اوکراین ته د وسلو لېږد پیل کړ

تاند『پنجشنله د چنګاښ ـ سرطان ۱۹مه』‏امریکايي چارواکي وايي، دغه هېواد یو ځل بیا اوکراین ته د توپونو او سیار توغندیز سیستم مرمیو د لېږد ترڅنګ، د درنو وسلو لېږد پیل کړی دی.

اوکراین ته د وسلو لېږد تېره اوونۍ ځنډول شوی و.

خو ټرمپ له پوتین سره تر «مایسوونکو» خبرو وروسته د وسلو د لېږد ژمنه بیا تازه کړه.

ټرمپ ویلي چې پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې له “چټیاتو” ډکې بللې دي او ده ته یې ډېر سرخوږی جوړ کړی.

بل لورته پر کییف د نن پنجشنبې ورځې د سهار بریدونو له امله لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي، ۱۳ ټپیان دي او ګڼو استوګنیزو ودانیو کې اورونه لګېدلي دي.

په یوه بل خبر کې بیا ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو نن پنجشنبه په کوالالمپور کې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال د روسیې له بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف سره وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...