جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد جرمني محکمې، خپل حکومت له افغان پناه غوښتونکو سره پر خپلو...

د جرمني محکمې، خپل حکومت له افغان پناه غوښتونکو سره پر خپلو ژمنو درېدو ته مکلف وباله

تاند (پنجشنبه، د سرطان/ چنګاښ ۱۹مه) د برلین اداري محکمې اعلان کړی چې د جرمني حکومت کولای شي «له خطر سره د مخامخ افغان کورنیو د غړو» پروګرام د دوام یا بدلون په اړه پرېکړه وکړي او د نوې تاییدیې له صادرولو څخه ډډه وکړي، خو له خپلو پخوانیو ژمنو څخه ځان نه شي خلاصولی.

یادې محکمې ویلي چې حکومت دا صلاحیت لري چې پریکړه وکړي آیا له «خطر سره د مخامخ افغان کورنیو د غړو» تر چتر لاندې منل شوی پروګرام روان وساتي یا یې بدل کړي، او که د نویو غوښتنلیکونو تایید وځنډوي؛ خو له هغو ژمنو چې مخکې یې کړي، نه شي تېرېدلی.

یاد پروګرام په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوی و، خو د جرمني صدراعظم «فریدریش مرڅ» دا پروګرام درولی دی.

مرڅ مخکې له دې، د مهاجرت پر ضد مبارزه د خپل انتخاباتي کمپاین یوه کلیدي ژمنه بللې وه او په خپل ائتلافي تړون کې یې اعلان کړی و چې غواړي دا پروګرام تر ممکنه حده ودروي.

یاد پروګرام هغو کسانو ته ځانګړی شوی و چې د جرمني له پوځ یا نورو ادارو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه، لکه خبریالان او فعالان چې د تهدید له امله له خطر سره مخامخ دي.

د معلوماتو له مخې، چې د ۲۰۲۴ په اپرېل کې خپاره شوي، تر اوسه تر ۳۳ زرو ډېر افغانان د دې پروګرام له لارې جرمني ته تللي دي.

تر دې وړاندې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر «الکساندر دوبریندت» ویلي و چې د هغو افغان مجرمانو د بېرته استولو د ستونزې د حل لپاره باید له طالبانو سره مخامخ مذاکرات وشي.

هغه له «فوکس» رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی و چې له منځګړو کسانو څخه کار اخیستل دایمي حل نه شي کیدای او مستقیمې خبرې د مجرمانو د بېرته لېږد بهیر اسانولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...