تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) په تهران کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د طالبانو د مشر د ځانګړي حکم له مخې، په ایران کې مېشت افغان کډوالو ته د پاسپورټ صادرولو لګښت تر نیمایي ډېر راکم شوی دی.
د افغانستان سفارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د مشر د ځانګړي حکم پر اساس، په ایران کې مېشتو افغان مهاجرو ته د پاسپورټ فیس له ۱۲۰ ډالرو څخه ۵۰ ډالرو ته راکم شوی دی.
په داسې حال کې چې لا تر اوسه د الکترونیکي تذکرو د ټیم د استولو ژمنه نه ده عملي شوې، په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان وګړي کولی شي خپل پاسپورټونه د نوي او راکم شوي فیس له مخې ترلاسه کړي.
مخکې د الکترونیکي پاسپورټ فیس ۱۲۰ ډالره و، خو ویل کېږي چې د افغانستان د سفارت د سرپرست «فضلمحمد حقاني» له خوا د هڅو او د کابل د موافقې له مخې، دغه لګښت ۵۰ ډالرو ته راکم شوی.
الکترونیکي پاسپورټونه پنځه کاله اعتبار لري او غوښتونکي باید د الکترونیکي تذکرې سند یا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوې کاغذي تذکره وړاندې کړي.
سربېره پر دې، سفارت ویلي چې ډېر ژر به د هغو مهاجرینو لپاره چې د کورنۍ اقامت لري، زاړه لاسلیک شوي پاسپورټونه الکترونیکي پاسپورټونو ته واړول شي. دا پروسه د ایران د دولت په غوښتنه پیلېږي چې غواړي زاړه پاسپورټونه له کاره وباسي.
له دې پرمختګونو سره سره، د افغان کډوالو یوه مهمه غوښتنه چې لا تر اوسه نه ده پوره شوې، د الکترونیکي تذکرو د ټیم استول دي. دا ټیم باید هغو مهاجرینو ته الکترونیکي تذکرې ورکړي چې ورته اړتیا لري، څو وروسته ورته پاسپورټونه هم ورکړل شي، خو دا ژمنه لا هم نه ده عملي شوې.
د پاسپورټ د لګښت کمېدا او د ښه خدمت وړاندې کولو هڅې، د افغانستان د حکومت او سفارت له لوري یو مهم او ارزښتناک ګام ګڼل کېږي، چې د کډوالو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی دی.