تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۸ مه) د افغانستان د تماس کمیسیون مشر له یوه اوږده ځنډه وروسته یو وار بیا له پخوانیو جهادي او دولتي سیاسي مشرانو څخه وغوښتل چې خپل هیواد ته وروګرځي.
د امنیتي تضمین او بشپړې عفوې په ژمنه سره غوښتي چې هېواد ته ستانه شي.
د طالبانو د حکومت د تماس کمیسیون مشر «شهابالدین دلاور» په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د ټولو بهر ته تللیو پخوانیو څېرو ژوند، مال او امنیت تضمین دی.
هغه د دغو شخصیتونو عمر ته په اشارې، چې اوسمهال په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي، وویل: «که دوی افغانستان غواړي او د عزتمن ژوند په لټه کې وي، نو هېواد ته دې بېرته راستانه شي.»
دلاور دا هم ومنله: «د حقالناس له موضوعاتو پرته، له پخوانیو سیاسي مشرانو هېڅ ډول پوښتنه نه کېږي.»
نوموړي زیاته کړه چې دا کسان د طالبانو د مشر «هبتالله آخندزاده» په مستقیم فرمان، حتی که پخوا یې ظلم هم کړی وي، بخښل شوي دي.
د تماس کمیسیون تر دې دمه ځینو پخوانیو سیاسي او نظامي چارواکو ته د مصونیت کارتونه ورکړي دي، خو بیا هم ګڼو سیاسي څېرو تر اوسه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ستنېدو لیوالتیا نه ده ښوولې.
د دغه کمیسیون ویاند «احمدالله وثیق» د تېر کال په لړم میاشت کې ویلي و چې تر اوسه تر زرو ډېر کسان، چې وزیران، واليان او نظامي قوماندانان پکې شامل دي، د تماس کمیسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د تماس کمیسیون په افغانستان کې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې فعالیت پیل کړ او هدف یې د تېرو حکومتونو د سیاسي شخصیتونو بېرته راستنول او د هغوی د امنیت تضمین اعلان شوی دی.
AFGHANISTAN IS HOME FOR ALL AFGHANS,
TALIBS MUST GO ESSY WITH AFGHANS..
DEAR TALIBS LEADER PLEASE FIND SENSE OF HUMANBEEN. THE NEIGHBOOR COUNTRY OF AFGHANISTAN ARE ENEMY.THINK ABOUT THE DIFFICULTY OF AFGHANS IN FUCKISTAN/IRAN
LIFE FOR AFGHANS AROUND THE WORLD IS HARD,
AFGHANS LOVE AFGHANISTAN IF TALIBS MAKE ROLLS ESSY.
ZENDAH BAAD AFGHANS AND AFGHANISTAN.
THANK YOU
ALL RICH AFGHANS WHO GOT MONEY OUTSIDE OF AFGHANISTAN,IF TRANSFER MONEY TO AFGHANISTAN,
MAKE LARGE OR SMALL BUSINESS IN COUNTRY AND FIND JOBS FOR PEOPLES,
========================================================
KUNER RIVER GOT SWEET AND TASTE WATER , TEA BECOME TASTE WITH THAT WATER,
IF SOME RICH AFGHAN PREPARE PALASTIC BOTTLES AND PALASTIC 5 GOLLES CONTINERS,
AND BRING A FILTER MACHIN FOR THE WATER,
CAN DISTRIBUTE WATER OF KUNER RIVER TO AROUND IN AFGHANISTAN
PEOPLES WILL BUY THAT WATER LIKE ZAMZAM WATER
THANK YOU