جمعه, مې 17, 2024
Home+قافلې او رباطونه

قافلې او رباطونه

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.


د کندز وریجې او غنم به هغه وخت لا بلخ او میمنې ته بارېدل چې نه سړکونه تېر شوي وو، نه موټرونه ډېر شوي وو.

زما ښه یادېږي، زموږ کور په کندز کې و. د سهار په خړه وړه کې به کله کله د جرسونو په خوندوره ګړنجا له خوبه راویښ شوم. لس، پنځلس منټه به مې د لېږد اواز د جرس او درا په زېر وبم اواز کې اورېده. قافله به په اوږدو مزلونو د لرې منزل په نمت خوځېدلې وه. چې قافله به لرې کېده، غږ به یې ټیټېده خو زما زړه او ذهن به تر ډېرو بدرګه کوله. د جرسونو په اواز پسې به زما خیال لکه د اوښانو له پښو رالټېدلی ګرد روان و،په تېره هېره ماضي کې به یې پرېښودم.

نه پوهېږم، ما خو نه کوچیتوب کړی دی، نه مې له قافلو سره پنځه ګامه پل اخیستی دی، بیا مې هم تر هرې موسیقي د زاڼو نغمې او د جرسونو شرنګا ډېره خوښېږي. دغه شان مې د کوچیانو بهیر او د قافلې کتار لکه د زاڼو کتار په زړه تېرېږي.

بلخ او فاریاب ته تلونکې قافلې به لویې وې. په هره قافله کې به له اتیا، نوي تر سلو اوښانو لږ نه لېږدېدل، دا ځکه چې لارې له ډېرو خطرونو ډکې وې. له هرې قافلې سره به څو تنه مسلح ځوانان په بدرګه تلل او راتلل چې له داړه مارو یې وساتي. که څه هم شیرخان بابا په قطعن کې د رهزنانو بوټی وایست، بیا به هم له قافلې سره تکړه ځوانان روان وو، مګر ښکاره وسلې به ورسره نه وې.

امیرعبدالرحمن خان په لویو لارو د قافلو او مسافرو لپاره په هر پړاو کې رباطونه( کاروانسرایونه) جوړ کړي وو چې یو په چاردره او بل یې د خیراباد په دښته کې ما لیدلی و.

د چاردرې رباط په تقریبا دوه جریبه ځمکه کې د برجورې کلا په شکل جوړ شوی و. د دې کلا برجونه نسبتا ټیټ او پلن وو او تیرکښونه یې لرل. ممکن هغه وخت به یې مسلح محافظان هم درلودل.داسې معلومېده چې د کلا د لویې دروازې دواړو خواوو ته یو وخت د سرایدار او مسافرو  لپاره څو خونې ودانې وې. د کلا غولی( انګڼ) د آسونو، خرو او اوښانو لپاره وو. پخوا به دا کلا چا ته په تضمین او اجاره ورکول کېده. قلعه وان به د مسافرو د خوراک، څښاک لپاره وریجې، وړه، چای او د اور بلولو لپاره د بوټو کافي ذخیره درلوده چې تر ښار په لوړه بیه به یې پلورل. دغسې د حیواناتو لپاره پروړه،بېده، وربښې او کنجاړې هم موجودې وې. له بلې خوا په کلا کې د قافله والو سر او مال خوندي وو. دغه رباطونه چې په مناسبو ځایونو کې، په معینه فاصله ودان شوي وو، د مسافرو او قافلو لپاره ډېر غنیمت وو.

کله چې نوي تمدن د تاجرانو مخ له اوښانو موټرانو ته واړاوه، د رباطونو اړتیا او د جرسونو شرنګا ختمه شوه.

قافلو ته په تېرو زمانو کې ډېر ضرورت و. دغه د اوښانو د اوږدو کتارونو پړی چې یو په بل پسې یې کتار کړي وو، په حقیقت کې د شرق او غرب د پېیلو تارونه وو. غرب، شرق، شمال او جنوب ته یې مالونه او مدنیتونه سره لېږدول او دغه رباطونه وو چې له ډېرو پخوا زمانو څخه یې مسافرو او سوداګرو ته له باد، باران، غله غدویه او دغه شان له وحشي څلوربولو پناه ورکوله او په اوږدو لارو او دښتو کې یې له لوږي،تندي ساتل. د رباطونو ورونه به ماښام تړل کېدل او سهار به په خړه وړه د کاروانونو د لېږد لپاره پرانیستل کېدل. ، لکه کاظم خان شیدا چې وایي:

د غنچې د رباط ور په وا کېده دی

قافله د رنګ و بو درومي سبا شه

په خان اباد کې روژه او اخترونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب