جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+منځنی او سخت فزیکي فعالیتونه د ښه خوب سبب ګرځی

منځنی او سخت فزیکي فعالیتونه د ښه خوب سبب ګرځی

په جاپان کې ترسره شوې دا څیړنه د منځني عمر اشخاصو کې د خوب د ښه کیفیت لپاره د فزیکي فعالیت په اهمیت ټینګار کوی.

روانی ـ ټولنیز د څیړنو مرکز – جاپان

حکمت ویاړ

مناسب خوب د ښه روغتیا ساتلو لپاره خورا مهم دی، او برعکس – د خوب کیفیت ښه کولو لپاره د ژوند ښه شیوه (healthy lifestyle ) همداسی حیاتی ګڼل کیږی. د فزیکي فعالیت او خوب ترمنځ د اړیکو د ښه روښانه کولو لپاره، د څیړونکو یوې ډلې د منځني عمر لرونکي اشخاصو ترمنځ یوه پراخه څیړنه ترسره کړه چی د خوب د کیفیت ښه کوونکو فکترونو په پیژندنی سره به، د خوب د اختلالاتو او ناروغیو په وقایه کې د پام وړ مرسته وکولی شی.

په کافي اندازه د ښه کیفیت خوب د انسان د فزیکي او احساساتي هوساینې لپاره زښت اړین دی. د مثال په توګه، د ښه کیفیت خوب د مختلفو ناروغیو د پایلو په ښه کولو کې مرسته کوي لکه: د زړه او نورو میټابولیکی اختلالاتو، رواني ناروغیو او ډیمنشیا (dementia).

له بلې خوا، د خوب اختلالات لکه بې خوبۍ (insomnia)، narcolepsy، او تر نارمل حد د زیات خوب ناروغی (excessive sleepiness) کولی شي د  روغتیا لپاره د جدی خنډونو باعث شی، چی اوس مهال په نړی کی په پراخه کچه انسانان تری ځوریږي. د امریکا په متحده ایالاتو کې، 50-70 ملیون تنه د خوب له اختلالاتو سره مخامخ دي، په تیره بیا د بې خوبۍ ((insomnia په ناروغی. په ورته وخت کې، د meta-analysis of 17 studies مرکز څیړنو ښودلې چی د چین په 15٪ نفوس کې insomnia شته، همداراز د نړۍ په دریمه درجه هیوادونو کې دا سلنه نوره هم زیاته ښودل شوی ده.

نو د دی ناروغیو د لا ښه پیژندلواو مخنیوی لپاره اړینه ده، چي په هغو فکترونو او لاملونه غور وشی چی د خوب د کیفیت د ښه والی سبب ګرځی. که څه هم په دی برخه کې تر اوسه داسی کومه جامع او په حقاقیو ولاړه څیړنه او پیداینه وجود نلری خو پخوانیو څیړنو جوته کړی چی، د ژوند مناسب طرز، د غذا  صحي رژیم او منظم فزیکي فعالیت، د ښه خوب لپاره ګټور دی.

د څیړنو په جریان کې جوته شوه چی، متوسط او د سختی کچی فزیکی کړنی د خوب د کیفیت په ښه والی کې مستقیم رول لری، خو جالبه دا وه چی ارزښتونه په ښځینه جنسیت کې په ثبوت ورسیدل او دا د هغه فرضی په ریښتینولی دلالت کوی چی د خوب د ناروغیو په وړاندی د جنسیت تفاوت وړاندی کړی وو، خو لا زیاتو مطالعاتو ته اړتیا ده چی د موضوع اصل ته ځانونه ورسوو.

څیړنو په کره توګه دا نده جوته کړی چی کوم تمرینات، په کوم وخت او طریقه سره کولی شی چی د خوب په کیفیت کی تغیر راولی، خو فزیکی تمرینات دی چی د دماغ او وجود تر منځ د یوی صحی فضا د رامنځ ته کیدو سبب ګرخی او دواړه د یوه آرام خوب لپاره هڅوی.

د زیاتو څیړنو او مطالعاتو د لنډیز څخه لاندی  دری فرضی د خوب او فزیکی تمرین په هکله د لیکنو په سر کې ځای لری:

د اکسیجن په شتون کې فزیکی تمرینات د اندوفرین د ازادیدو سبب ګرځی

Endorphins د هغه کیمیاوی هورمونونو د جملی څخه دی چی په دماغ کی د یو لړ فعالیتونه کچه لوړی او د شخص د ویښ پاتی کیدو باعث ګرځی، څیړنی ښیی چی ایروبیک تمرینات د بدن څخه د یاد هورمون ازادیدو ته لار هواروی او د شخص د خوب د راتګ باعث کیږی. د یادونی وړ ده چی ددی کړنی لپاره باید دا اشخاص د خوب څخه وړاندی د ۱ څخه تر ۲ ساعتو پوری تمرین وکړی.

فزیکی فعالیت د عضویت د اصلی تودوخی درجه کموی

په ځینو اشخاصو کې فزیکی تمرین د هغه شاور حیثیت لری کوم چی سهار د خوب پاڅیدو وروسته په نیمه ګرمو اوبو کیږی، د فزیکی فعالیت څخه ( ۳۰تر ۹۰ دقیقیو) وروسته د بدن د تودوخی درجه کښته راخی. د عضویت د اصلی حرارت درجی کمیدل د آرام خوب لپاره زمینه مساعدوی. همداراز د یادی تودوخی لوړیدل د ویښدلو لپاره د بیبداری یو زنګ دی.

منظم او دوامدار فزیکی تمرینات سترس او ذهنی فشار کموی

په عمومی توکه سپورت کول د انسان ذهنی او روانی کچه باندی د پام وړ مثبت تاثیرات په ځای پریږدی، په دی اساس شخص د ذهنی فشار، ستریس، اضطراب، منفی افکارو او نشیی توکو سره د پام وړ فاصله نیسی.

د انسان په ژوند کې عموما بیخوابی او د خوب نوری ناروغی د همدی فکتورونو په اساس منځ ته راځی، نو نه یوازی فزیکی تمرینات او د ژوند غوره طرز موږ د خوب د ناروغی, څخه امن ساتی بلکی د ژوند کولو لپاره مو د هره اړخه سالم او مثبت ساتی.

 

References

  1. Rasch B, Born J: About sleep’s role in memory. Physiol Rev. 2013, 93:681-766. 10.1152/physrev.00032.2012
  1. Charlene Gamaldo, M.D. , medical director of Johns Hopkins Center for Sleep at Howard County General Hospital.
  1. Kline CE: The bidirectional relationship between exercise and sleep: Implications for exercise adherence and sleep improvement. Am J Lifestyle Med. 2014, 8:375-9. 10.1177/1559827614544437
  2. Wunsch K, Kasten N, Fuchs R: The effect of physical activity on sleep quality, well-being, and affect in academic stress periods. Nat Sci Sleep. 2017, 9:117-26. 10.2147/NSS.S132078
  3. Štefan L, Sporiš G, Krističević T, Knjaz D: Associations between sleep quality and its domains and insufficient physical activity in a large sample of Croatian young adults: a cross-sectional study. BMJ Open. 2018, 8:e021902. 10.1136/bmjopen-2018-021902
  4. Levenson JC, Kay DB, Buysse DJ: The pathophysiology of insomnia. Chest. 2015, 147:1179-92. 10.1378/chest.14-1617
  5. Taylor DJ, Mallory LJ, Lichstein KL, Durrence HH, Riedel BW, Bush AJ: Comorbidity of chronic insomnia with medical problems. Sleep. 2007, 30:213-8. 10.1093/sleep/30.2.213
  6. Buysse DJ, Angst J, Gamma A, Ajdacic V, Eich D, Rössler W: Prevalence, course, and comorbidity of insomnia and depression in young adults. Sleep. 2008, 31:473-80. 10.1093/sleep/31.4.473
  7. Bloomberg M, Brocklebank L, Hamer M, Steptoe A: Joint associations of physical activity and sleep duration with cognitive ageing: longitudinal analysis of an English cohort study.. Lancet Healthy Longev. 2023, 4:345-53. 10.1016/S2666-7568(23)00083-1
  8. Ferreira MF, Bos SC, Macedo AF: The impact of physical activity on objective sleep of people with insomnia. Psychiatry Res. 2023, 320:115019. 10.1016/j.psychres.2022.115019
  9. Gobin CM, Banks JB, Fins AI, Tartar JL: Poor sleep quality is associated with a negative cognitive bias and decreased sustained attention. J Sleep Res. 2015, 24:535-42. 10.1111/jsr.12302
  10. Kruk J, Aboul-Enein BH, Duchnik E: Exercise-induced oxidative stress and melatonin supplementation: current evidence. J Physiol Sci. 2021, 71:27. 10.1186/s12576-021-00812-2
  11. Magnan RE, Kwan BM, Bryan AD: Effects of current physical activity on affective response to exercise: physical and social-cognitive mechanisms. Psychol Health. 2013, 28:418-33. 10.1080/08870446.2012.733704

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب