جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، تراوسه د پخواني حکومت نژدې ۷۰۰ غړي بېرته هیواد ته...

طالبان وايي، تراوسه د پخواني حکومت نژدې ۷۰۰ غړي بېرته هیواد ته ستانه شوي

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۰مه) د طالبانو د حکومت له شخصیتونو سره د تماس کمیسیون وايي چې تراوسه پورې د پخواني حکومت نژدې ۷۰۰ چارواکي، سیاستوال، د ملي شورا غړي او متخصصان بېرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د دغه کمیسیون ویندوی احمدالله وثیق رسنیو ته وویل:«له بیلابیلو هیوادونو ۶۸۰ تنه بېرته هیواد ته راغلي دي.»

د ده په وینا په راستنو شویو شخصیتونو کې د وزیرانو او معینانو په کچه پخواني حکومتي چارواکي او همداراز د امنیتي او استخباراتي اورګانونو مسوولان شامل دي.

ده همداراز وویل چې ګڼو نورو سیاستوالو او د پخواني حکومت چارواکو د بېرته راستنېدو فورمې ډکې کړي او ژر به هیواد ته راشي.

د پخواني حکومت له چارواکو سره د تماس د کمیسیون ویندوی زیاته کړه:«موږ سلګونه فورمې وېشلي او لیږلي، هیله لرو چې په لنډ وخت کې لا ډېر کسان هیواد ته بېرته راشي او البته په اوسنیو شرایطو کې د بېرته راستنېدو بهیر په مناسب ډول دوام لري.»

طالبانو په ځلونو پخوانیو دولتي چارواکو ته بلنه ورکړې چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.

طالبان پخوانیو چارواکو ته د سر او مال تضمین ورکوي خو دنده نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب