جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو د افغان کډوالو نیونو ته زور ورکړی

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو نیونو ته زور ورکړی

تاند (دوشنبه، ۱۰ مه) سره له دې چې نن هم په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونو دوام درلود، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا تاییدوي چې پرون پاکستاني پولیسو ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

په اسلام اباد کې د نیول شویو افغانانو خپلوان وايي چې نن هم د پولیسو له لوري په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د افغان کډوالو نیونو دوام درلود.

که څه هم پاکستاني چارواکو ویلي چې نیول شویو افغانانو هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لرل، خو د پاکستان اردو ژبي سما تلویزیون ویلي چې ۴ سوه افغانان وروسته له هغه بیرته خوشې شوي چې معلومه شوه د اوسیدو کارتونه یې درلودل.

 د پاکستان  پولیسو ویلي د نیول شویو افغانانو له ډلې نژدې ۴ سوه نور له دوی سره زنداني دي او هوډ لري چې افغانستان ته یې ولیږي. 

تر دې وړاندې د پاکستان په سند ایالت کې هم د کډوالو فعالانو د کډوالو په وړاندې د پولیسو د زورزیاتي خبر ورکړی و او په خبره یې هغه افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد یې لرل. 

1 COMMENT

  1. زه خو وایم چې دا ښځې او لورګانې هم ترې پنجابیان په نکاح کړي ښه به وي. دوی هیڅ شرم نلري، د کرزي او اشرف غني وخت کې رانغلل چې خطر دی اوس خو هیڅ خبره نشته مګر ددوی دا بې عزتي او بې حیایي خوښه ده. رزیلو پاکستان هم تاسو بیابه کوي او هم درباندې تجارت کوي. کډې رابار کړئ که غیرت لرئ او خپله ټوله سرمایه را انتفال کړئ ستاسو دا اقدام به دپاکستان خلاف جهاد وي. کومه ګټه چې هغوی ته ورځي خپل هیواد او هیوادوالو ته به ورشي او هیواد به اباد شي. ستاسو بې حیاو د لاسه د هر افغان دولت لاسونه هر وخت تړل شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب