Homeخبرونهترکیې په افغان سفارت کې یو بل طالب دیپلومات ومانه

ترکیې په افغان سفارت کې یو بل طالب دیپلومات ومانه

تاند:( دوشنبه، د میزان لسمه) راپورونه وایي، چې ترکیې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د رژیم له لوري د یوه نوي دیپلومات معرفي کیدل منلي.

دغه معرفي شوی کس محمد زبیر ودان نومیږي، چې ویل کیږي د افغان سفارت د لومړي سکرتر په توګه ټاکل شوی او د سفارت اقتصادي چارې به مخته وړي.

د هغه په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي او نه هم د ترکیې حکومت او د طالبانو رژیم په دې اړه څه ویلي دي.

تر دې مخکې، د ترکیې حکومت په استانبول کې د افغانستان کونسلګري د طالبانو رژیم ته سپارلې وه.

یو شمېر نورو هېوادونو هم د طالبانو له لوري معرفي شوي دیپلوماتان منلي او د افغانستان سفارتي ادارې یې ور سپارلي، خو تراوسه هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...