جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله شتمنو د طالبانو غوښتنه؛ بې جوازه ټولنو او افرادو ته د...

له شتمنو د طالبانو غوښتنه؛ بې جوازه ټولنو او افرادو ته د بېوزلو په نوم مرستې مه ورکوئ

تاند:( دوشنبه، د میزان لسمه) د طالبانو عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې هغو خیریه ټولنو او اتحادیو ته، چې د جواز موده یې پوره شوې، خبرداری ورکړی، څو یا خپل جوازونه تمدید او یا یې د لغوه کولو په اړه اقدام وکړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د یادو ټولنو او اتحادیو شمېر شاوخوا ۹۰ ښودلی او ویلي، چې که په یوه میاشت کې یې اړوند کسان لاس په کار نه شي، بیا ورڅخه د شکایت حق نه لري.

طالبانو نه ده روښانه کړې، چې دغو خلکو سره به یې چلند څه ډول وي.

دوی دغه راز له بېوزلو خلکو سره د مرستو په اړه غوښتنه کړې، چې مرسته ورکوونکي دې بې جوازه خیریه ټولنو او افرادو ته د بېوزلو په نوم مرستې نه ورکوي، ځکه د ضایع کېدو اندېښنه یې شته.

د خیریه ټولنو د فعالیت په اړه لا له مخکې خلکو نیوکې لرلې، خو اوس د طالبانو په اړه هم نیوکه ده چې ګواکې خیریه فعالیتونه هم د خپلو کسانو تر ولکې لاندې راولي او نور خلک ترې منزوي کول غواړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره، له یو شمېر ولایتونو څخه خیریه فعالانو ویلي وو، چې طالبانو د جمهوري نظام د امنیتي منسوبینو له کورنیو سره د مرستو د نه کولو امر ورته کړی.

طالبانو دا ډول ادعاوې رد او تایید کړي نه دي، خو ویاندویان یې وایي چې د دوی د شهیدانو او معلولینو وزارت د ټولو هغو کورنیو مرسته او ملاتړ کوي، چې له دغه وزارت څخه یې مخکې یا اوس د مستحق والي کارتونه ترلاسه کړي.

2 COMMENTS

  1. ملتان:
    سعودي ته د عمرې په بهانه روانه د سوالګرو ډله نیول شوې.
    پاکستان ویلي، د ګڼو هېوادونو سفیرانو ورته شکایت کړی چې ستاسو وګړي زموږ هېوادونو ته د جیب وهلو او سوال
    لپاره راخوشې دي.

    د سعید شينواري له پاڼي څخه.

  2. د رسنیو د راپورونو له مخې، په عربي هيوادونو کې نیول شوو سوالګرو څخه د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال ثابته شوې چې ۹۰ سلنه یې پاکستانیان دي او په ځانګړي ډول په سعودي عربستان کې له نیول شوو هغو څخه څرګنده شوې چې پکې شامل نارینه او ښځینه یې د حج او عمرې په نوم ورغلي او همالته له پولیسو پټ شوي دي، چې اوس په مذهبي ځایونو کې سوالګري کوي: «ډېری یې پاکستان ته له ډيپورټ کېدو وروسته بیا استول شوي دي.» د معلوماتو پر اساس، دغه کار د پاکستاني حکومت په مشوره او همکارۍ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب