Homeخبرونهایران ته د ناقانونه افغان کډوالو د ورتلو په اړه د ایران...

ایران ته د ناقانونه افغان کډوالو د ورتلو په اړه د ایران د مرستیال سفیر او طالب چارواکي لیدنه

تاند:( دوشنبه، د میزان لسمه) په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال حسین مرتضوي د طالبانو له رژیم څخه غوښتي، چې ایران ته په ناقانونه توګه د افغانانو د ورتلو د بهیر مخه ونیسي.

د ایران سفارت وایي، چې مرستیال یې دا غوښتنه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال محمد نبي عمري څخه د لیدنې پر مهال کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د دې ترڅنګ ایران ته د نورو ناقانونه شیانو د ورتلو د مخنیوي غوښتنه هم شوې ده.

د ایران سفارت د طالب مقام له قوله ویلي، چې امریکا او ځینې لویدیز هېوادونه د ایران او طالبانو د اړیکو خرابولو هڅه کوي، خو دوی یې د مخنیوي لارې ګوري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نږدې هره ورځ ایران ته د زرګونه افغانانو د ناقانونه ورتګ او له هغې لارې ترکیې او اروپایي هېوادونو ته د تلو د هڅو راپورونه ورکول کیږي.

په دې ترڅ کې افغانانو سره د ایراني او ترکي ځواکونو د ناوړه چلند ادعاوې هم شته، خو طالب چارواکي یې په اړه څه نه وایي.

د طالبانو په بیا واکمنیدو او د نورو بدلونونو ترڅنګ د بشري او اقتصادي ستونزو له امله، میلیونونه افغانان هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...