Homeخبرونهکابل کې په ۲۵ میلیون ډالرو د سیروم جوړولو فابریکه پرانیستل شوه

کابل کې په ۲۵ میلیون ډالرو د سیروم جوړولو فابریکه پرانیستل شوه

تاند:( دوشنبه، د میزان ۱۰ مه) د کابل په صنعتي پارکونو کې د ۲۵ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت د سیروم جوړولو د یوې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکو ویلي، چې د تی جی ایل فارماسیتیکل په نوم دغې فابریکې ته یې د فعالیت د پيل لپاره د شرایطو په برابرولو کې همکاري کړې ده.

ویل شوي، چې دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زرو طبي سیرومونو د تولید ظرفیت لري.

افغانستان د سیروم جوړولو په برخه کې تر اوسه لا کافي تولید نه لري.

د پرځیدلي جمهوري نظام پر چارواکو نیوکه ده، چې د پراخو نړیوالو مرستو باوجود یې د نورو برخو ترڅنګ په روغتیایي برخه کې افغانستان پر ځان بسیا نه کړی شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...