دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+په خان اباد کې روژه او اخترونه

په خان اباد کې روژه او اخترونه

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.


چې کله به د روژې میاشت ولیده شوه یا به له مرکزه تیلفوني خبر راورسېد، په خان اباد کې به د مرحوم شیرخان بابا په وختونو کې د دوی په امر د توپونو ډزې وشوې، تر کندز او چاردرې پورې او د خان اباد نورو خواوو ته به تر شل، دېرش کیلومترو پورې خلک وپوهېدل چې سبا ته روژه ده.

هغه وخت په خان اباد کې د باجه خانې (موزیک) دوې دستې وې چې یوه یې نظامي، بله ملکي بلله. د نظامي تعلق له فرقې سره و او ملکي په ښاروالي پورې تړلې وه.

 دواړه دستې به د شپې له دولس بجو وروسته په ښار او د ښار په کوڅو کې ګرځېدې، موزیک به یې غږاوه چې خلک پشلمي ته ویش کړي. دوی ښار سره ویشلی و. چې سهار به کېده د ترم په ذریعه به توپچي ته خبر ورکړ شو چې توپ وولي، د توپ په ډز به د ښار آذانونه شروع شول او روژه دارو به له څښلو، خوړلو لاس ونیو. د ماښام اذان هم د توپ په ذریعه خلکو اورېد.

دغه شان د اختر د میاشتې د لیدو یا خبر رارسېدو اعلان د توپونو د څو ډزو په ذریعه د ولس تر غوږونو رسول کېده.

د اختر لمونځ به د ښار په جامع جوماتونو کې ادا شو. بیا به ډله ډله خلک چلدر ته راغلل چې له شیرخان بابا سره د اختر مبارکي وکړي. په چلدر کې په چایو  پسې د غرمې ډوډۍ د بابا په شخصي مصرف تهیه کېدله چې مامورینو، عسکري صاحب منصبانو او د ښار او شاوخوا مشرانو پرته له کارت یا دعوته پکې برخه اخیسته. له غرمې وروسته به شېرخان بابا له خپلو څو شخصي مېلمنو سره د ښار په کورنو راسم شو، هر وره ته به درېده، د اختر مبارکي یې ورکوله. په ځینو کورونو کې به څو دقیقې کېناست، بیا به بل کاله ته ودرېد. تر ماښامه به یې د ښار اوسېدونکو ته له یو مخې مبارکي ورکوله. د اختر په دویمه یې هم دغه کار و. په دریمه ورځ یې کندز یا امام صاحب ته سفر کاوه. هلته یې هم ګڼ خلک لیدل. څرنګه چې خلکو ته د دوی پروګرام معلوم و، د کندز په چارسو یا د امام صاحب په مرکز کې به ورته راټول شوي وو، هلته به یې ورسره  وکتل او بیا به یې د خلکو په خوښه د عرض بېګي بابا په کور یا د کوم بل مشر په مېلمستون کې له ځینو مشرانو سره په ګډه د اختر چای وڅښه او بېرته به خان اباد ته ستون شو.

د اختر په ورځو کې د خان اباد او کندز ښاریانو په خپلو مېلمستونونو کې په غوړېدلي دسترخوان ځای، ځای په قابونو کې وچې مېوې او ورسره د تناره کولچې ایښودلې. پیالې به تیارې وې. هر مېلمه ته به فورا یو چاینک شین چای کېښودل شو. د شتمنو کورنیو په دسترخوان به له تنوري کلچو سره قتلمې، ګوش فیل او د غوښو سمبوسې هم وې.

 د اختر په ورځو کې هر ماسپښین ځوانان د عمومي باغ په لور ډله ډله تلل، ځکه مازدیګر هلته مېله لګېده. په مېله کې ډولونه، اتڼونه،پهلواني، بایسکل ځغلول او نورې لوبې وې. په واړه چمن کې سماوارچي چای ورکاوه او ورسره به د ساز و اواز دستو سندرې غږولې یا به کومه بله لوبه وه. ګرامافونونه هم نوي راغلي وو. ځینو سماوارچیانو خلکو ته د پښتو،دري او هندي سندرو ریکارډونه ږدول.

په هغو کلونو کې روژه په ساړه مني راتله. په ځینو ځایونو کې له پهلواني سره د بزکشي لوبه هم کېده.

 د لوی اختر فرق دا و چې په لومړۍ ورځ یې قرباني وه. له قرباني وروسته به څه غوښه یخني ،څه نوره به په غوړیو کې سره کړی شوه. دا غوښې به له چایو او مېوو سره په دسترخوان ایښې وې. نور نو د دواړو اخترونو څه خاص تفاوت نه و.

په کندز ښار کې د عصري معارف ابتدا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب