سه شنبه, مې 14, 2024
Home+کليوالي ناستې او کلتور ساتنه

کليوالي ناستې او کلتور ساتنه

حبيب وقار/ کاناډا- ټورنټو

نن ورځ مو د کوچني اختر په څېر خوشاله تېره کړه. ټوکې، خنداوې او د کور کلي کيسې مو وکړې، د يو بل احوال مو واخيست او يو بل ته مو په بشپړه افغاني مينه غېږې ورکړې. په کورونو کې پاخه شوي خوندور خواړه مو نوش جان کړل، ځوانانو او ماشومانو د واليبال په زړه پورې لوبه وکړه. درې وخته (ماسپښين، مازيګر او ماښام) مو د قاري عزت الله په امامت په جمعې سره لمونځ اداء کړ. له ټولو کليوالو نړۍ مننه چې مجلس ته راغلي وو او له کورونو يې خوندور خواړه «قابلي پلو، برياني پلو، پيزا، په کور کې پخه شوې ټکله او پاستي، جوش هګۍ، ډول ډول قورمې، چپس، چای او ډول ډول وچې مېوې» راوړي وو.

ټول هغه افغانان چې لويديزو او اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي، تر ټولو لويه وېره يې د خپلو اولادونو له لوري د خپل کلتور او فرهنګ د هېرولو او نه پاللو ده، ځکه چې دوی اکثريت په داسې سيمو کې اوسېږي چې تر څنګ ګاونډيان يې افغانان، نه بلکې د همغې هېواد اصلي اوسېدونکي يا هم د نورې نړۍ وګړي وي. له بل لوري ماشومان په ښوونځيو کې له سهار تر مازيګره په انګرېزي، جرمني، فرانسوي او نورو ژبو خبرې کوي، مازيګر چې کور ته لاړ شي نو له مور او پلار سره يې لږ وخت تېرېږي.

د دې ستونزې د اواري له پاره ډېری والدين په خپلو کورونو کې اولادونو ته مذهبي او کلتوري زده کړې ورکوي، تر څنګ يې د دې ستونزې د اواري له پاره کلتوري مجلسونه هم ډېر ګټور دي چې کولای شي ماشومان د خپل هېواد له نورو ماشومانو سره ورځ تېره کړي، کيسې او لوبې وکړي.

نو د کلتور او دودودنو د ساتلو او پاللو په پار نن د سپټمبر په ۲۳مه د شنبې په ورځ د کاناډا هېواد، د اونټاريو ولايت د مسيساګا په اېرېنډل پارک کې د وردګ قوم يو څه کورنۍ را ټولې شوې وې، ترڅو په حضوري ډول له يو بل سره د زړه خواله وکړي. دا ډول مجلسونه ډېرې ګټې لري.

۱- زموږ ماشومان او نوي ځوانان له يو بل سره پېژني.

۲- ماشومان او ځوانان مو يو بل ته خپل دودونه او فرهنګ لېږدوي.

۳- ماشومان مو له يو بل خپله ژبه زده کوي.

۴- مشران مو د يو بل احوال اخلي، د يو بل له احوال خبرېږي.

۵- مشران د خپلو خلکو د يووالي له پاره په حضوري ډول بحث کوي.

۶- دا چې په کاناډا کې ژوند بوخت دی نو دا ډول ليدنې به د ټولو هغو له پاره چې ډېر بوخت دي ښه ساتېری وي.

۷- د کورنۍ غړي مشران له مشرانو، ماشومان له ماشومانو او مېرمنې له مېرمنو سره ويني او يو بل پېژني.

په دې مجلس کې مو په ګډه له کورونو راوړي خواړه وخوړل او د واليبال په زړه پورې لوبه مو وکړه، په دې لوبه کې مو په خپلو ماشومانو کې د والیبال د لوبې لوړ استعدادونه وليدل چې په څومره مهارت يې له ځوانانو سره لوبه کوله. زما زوی اتل د ورځې په پای کې راته وويل پلاره خير دی نورو کاکاګانو ته هم ووايه چې په مياشت کې يو ځل دا ډول مجلس جوړ کړي.

نو راځئ مينه او محبت وکړو، له يو بل سره د زړه خواله وکړو، که غواړو په نورو هېوادونو کې خپل کلتور او خپله ژبه وساتو نو ښه لاره يې د فرهنګي او کلتوري مجلسونو جوړول دي.

په درنښت

2 COMMENTS

  1. مننه وقار صاحب واقعا خوندور مجلس مو درلود د وطن او کلې کور مینه مو پری ماته شوه.

  2. زما په آند دا لیکنه له انځورسره یووالی نلري ، کیلوالي ناستې په حجرو او دیرو کی وي ، او د کلي مشران په هماغه کلیوالي جامو کی حجرو یا دیرو کی سره راټولیږي ، دې انځور کې د کټ ، چلم ، اونیمڅي څه پته نلګي ، په راټول شوي خلکو کی هیڅ یو کلیوالی جامو څادړاو پګړیو کی نښکاري ټول غربي جامې اغوستي او چوکیو کی ناست دي ، بهتر ده د دی انخور پر ځای کوم بل مناسب انځور چې سرلیک سره برابر وي خپورکړۍ او یا د کلیوالی ناستی سرخط په ټولینیز ناستی واړوئ دا صرف زما یو شخصي نظر ده نور مو خوښه خپله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب