دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د هانګجو اسیايي لوبې پرانیستل شوې | جان روان ځاځی

د هانګجو اسیايي لوبې پرانیستل شوې | جان روان ځاځی

د هانګجو د اسيايي لوبو پرانيستونکي مراسم د سپتمبر د ۲۳مې نېټې په ماښام د چين د جه جيانګ ولایت د هانګجو ښار د اولمپيک سپورټي مرکز په لوبغالي کې ترسره شول.

 د يادو لوبو په پرانېستونکو مراسمو کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ او نورو دولتي مشرانو، د کمبوډيا پاچا نورودوم سيهاموني، د سوريې ولسمشر بشار الاسد، د کويټ وليعهد مشعل الاحمد او د نیپال صدراعظم پرچاندا په شمول د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو او استازو او د اسیا المپيک شورا ټولو ((۴۵)) غړو او زرګونو نندارچيانو ګډون کړی و.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۳مې نېټې په یوې ځانګړې غرمنۍ مېلمستيا کې د بهرنيو مېلمنو تود هرکلی کړی دی.

د هانګ جو د اسيايي لوبو د تشکيلاتي کمېټې رئيس او د جه جيانګ ولايت والي وانګ هاو يادو مراسمو ته په خبرو کې د دې کمېټې او د ياد ولايت د خلکو په استازيتوب د اسيا له بېلا بېلو هېوادونو او سیمو څخه د راغلو لوبغاړو او مېلمنو تود هر کلی کړی او ټولو لوبغاړو ته يې د ځلېدو هيله ښودلې ده.

د هانګجو د اسیايي لوبو پرانيستونکي مراسم په يوې سندرې((مونږ يو ګډ کور لرو او زړونه مو سره نږدې شوي او مينه مو هم زياته شوې ده)) پای ته ورسيدل.

 ټاکل شوې، د چين د هانګجو اسيايي لوبې به ۱۶ ورځې دوام ولري او د هانګجو سربېره د جه جيانګ ولايت په پنځو نورو ښارونو(نینګ بو، ونجو، هوجو، شاوشينګ او جين هوا) کې به ترسره شي او د نړۍ د ۴۵ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۱۲۵۰۰ لوبغاړي به پکې په څلوېښتو لویو او څلور سوه او يو اتيا کوچنيو سیاليو کې ولوبيږي او خپل بختونه به وازمويي.

افغانستان يادو لوبو ته د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابداليان) په ګډون د څو نورو لوبو ۱۳۰ کسیز پلاوی لیږلی دی.

افغان لوبغاړو له سي اېم جي سره په مرکو کې ويلي، چې لوبيز ډګر ته به په لوړ مورال ښکته کيږي او تمه يې ښودلې، چې ښې لاسته راوړنې به ولري.

د مالوماتو له مخې، افغان کرکټ لوبډله به په مستقیم ډول د هانګجو اسیايي لوبو منځلوبو(کوارټر فاینل) کې ولوبيږي.

د هانګجو سپورټ ادارې ويلي، چې د ۱۹م پړاو اسیایي لوبو لپاره يې پوره چمتوالی نيولی او د لوبغاړو او مل پلاويو ته يې د لوبو کلی او پنځه نور فرعي کلي جوړ کړي دي.

 يادې ادارې ويلي، چې د هانګجو اسیايي لوبو د لوبغاړو او بهرنيو مېلمنو لپاره يې په ۹ ژبو د ژباړې اسانتياوې برابرې کړي، له ۴۰ ډېر روغتونونه يې ورته ځانګړي کړي، چې شاوخوا ۱۹۰۰ طبي پرسونل لري، د نندارچيانو لپاره يې ۱۳۳ طبي خونې چمتو کړي او د بېړنيو ناروغانو لپاره يې ځمکني او هوايي امبولانسونه تيار کړي دي.

 سي اېم جي او د نړۍ د ګڼو هېوادونو رسنۍ به د ۱۹م پړوا اسيايي لوبو ته پوښښ ورکړي، د نړۍ د لر او بر شاوخوا ۱۰ زره خبريالان به يې په اړه راپورونه ورکړي او د مينوالو تنده به خړوبه کړي.

 د اسیا د ګوټ ګوټ شاوخوا ۱۰۰ هنرمندان به د هانګجو اسيايي لوبو په ترڅ کې کلتوري فعاليتونه ترسره کړي او د مختلفو چينلونو له لارې به خپاره شي او ليدونکي او مينه وال به د اسیا رنګارنګ کلتورونه او هنرونه ننداره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب