دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد قطر صدراعظم وايي، د طالبانو مشر ته یې ویلي چې له...

د قطر صدراعظم وايي، د طالبانو مشر ته یې ویلي چې له خپل هیواده د قطر په شان عصري هیواد جوړ کړي

تاند (یکشنبه، د میزان ۲ مه) د قطر صدراعظم وايي، په کندهار کې یې د طالبانو له مشر سره په کتنه کې په زغرده هغه ته وویل چې «د قطر په شان یو عصري هیواد شئ.»

د قطر امیر لومړنی بهرنی مشر و چې د سږ کال په مې میاشت کې یې د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخوندزاده سره ولیدل.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له سي این این سره په ځانګړې مرکه کې کندهار ته د خپل سفر او د طالبانو له مشر سره د کتنې په باب خبرې کړي دي.

ده ویلي چې له ملاهبت الله اخوندزاده سره یې د ښځو د کار او تعلیم په اړه خبرې وکړې، او ورته ویې ویل:«که غواړئ چې د نړیوالې ټولنې برخه واوسئ، پکار ده چې زموږ سره همکاري وکړئ او له یو بل سره په همکارۍ کې د قطر په شان یو عصري هیواد شئ.»

د قطر صدراعظم زیاته کړه:«د طالبانو مشر ته مې وضاحت وکړ چې د مثال په توګه قطر یو اسلامي هیواد دی چې ښځې پکې اجاره لري او په ویاړ په ټولنه کې برخه اخلي او د هیواد په مشرتابه کې د وزیر او سفیر په توګه ونډه لري، د کار او زده کړو په ټولو سویو کې د نارینه وو ترڅنګ دي.»

ده د طالبانو مشر ته وړاندیز کړی چې په کمه او ټیټه کچه ښځو ته لومړی په ناحکومتي موسسو کې د کارکولو اجازه ورکړي چې په افغانستان کې خلکو ته مرستې ورسیږي.

د قطر صدراعظم وايي، مذهبي مشر نه دی چې د طالبانو له مشر سره په دې اړه دیني بحث وکړي خو ټینګار کوي:«قطر یو مسلمان هیواد دی، ښځې پکې کار او تعلیم کوي او د هغوی د کار او تعلیم مخه نه نیسي.»

ده په عین حال کې هیله وښوده چې د طالبانو مشر به یې خبرې واوري.

د قطر امیر پر طالبانو غږ وکړ چې د تېرو تېروتنو له تکراره ډډه وکړي

2 COMMENTS

  1. ښاغلی صدراعظم
    تاسو ، امیرالمومنین ته ښه توصیه کړیده ، خو مع الاسف هغه عناصر چي اوسنی قطر ته ورته دولت
    جوړولی شی ، هغه دا امیر نلری لکه علما؛ دوی د پردیو ګټو لپاره ملت، هلاکت ته سوقوی ، ملی خد مات نشتوالی ، هرڅه به ورکړم خو چوکۍ نه ورکوم ،ځکه نه پوهیږی چي اهل دِ چوکۍ څوک دی ؟
    انحصار او دِ ملت حقوق نه پیژندل، پوهنتون او تخصص سره دښمنی ، دومره وږی چي مړښت نلری
    ،دوی له پُرخوری چووی ، خو ملت له لوږی مری او یا فرار ته ترجیح ورکوی او نور بهیمی خواص…..
    نو ښه به دا وی چي د اُمت علما دی مخلوق ته هغه اسلام او اسلامی دولت تدریس کړی کوم چي
    حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم ،خلفای راشده او سلف صالح معرفی او علمای اُمت
    ورباندی اتفاق لری؛ موجوده غاصب شکل ته زموږ افغانی علما او د اُمت منل شوی فقها نه یواځی
    اسلامی یی نه بولی حتی ډیری برخې یې ، انسانی هم ندی لکه علم سره دښمنی ، تحقیر او توهین د
    ملت ، صلاحیت او وسله هغه ملیشی ته سپارل چي بی له وهلو ،حملو او ښکنځلو په نور څه نه پوهیږی او دَرِنده غوندی عمل کوی؛ حال داچي حاکم باید خادم وی نه دِ جهالت او درندګۍ سمبول.
    جناب صدراعظم ـ لکه صدر اسلام ، مسلمانان باید منحیث امت ، ژوند ، روابط او معاملات ولری؛
    اوسنی لجام ګسیخته حکام دِ اسلامی دولتو په نامه ،اسلام او اسلامی اُمت ته د منلو وړ ندی او انحرافات صریحاٙٙ مشهود او اظهر من الشمس دی ؛ دا دی مُشت نمونه خروار څو مثالو ته مختصراََ
    اشاره کوم ، اهل علم و ایمان دِ قضاوت وکړی ۰
    اول ـ د پاکستان جاهل او ظالم حُکام دِ ګاونډیو او اسلامی نړۍ سره کوم ظلم ،شرانګیزی او دنائت
    ندی کړی .
    دوهم ـ د ایران آیت ال ې دولت دِ پهپادی تجارت سره د اُمت په مینځ کی جنګیږی خو نورو سره
    خواخوږی او تعاون لری ؛ نو دا کوم اسلام دی ؟
    دریم ـ مصر کی دِ مُنتخب حکومت پر وړاندی دِ ملکانو په پیسو او تحریک کودتا او جنایات ، ولی ؟
    دا او دیته ورته انحرافات ، اُمت خوری ، فتفشلوا و تذهب ریحکم ،نور هم تشټت او نفاق زیاتیږی
    باید موږ اُمتی ژوند ، عزت او قوت ته وروګرځو یا همدی مقصد لپاره دغه موجوده اسلامی کنفرانس
    ژوندی او غښتلی کړو ،تر څو د تباهی مخنیوی او قسماٙٙ ترمیمات ترسره شی ؛ورنه هر څوک به د خپل
    امنیت لپاره اجنبی اډو ته دعوت او تلاش کوی تر څو مَلِک او امیر په طلایې تشناب کی ژوندی پاتی شی ؛ نو دا به وی ژوند ؟؟؟؟؟؟

  2. سلام
    زموږ ملی او اسلامی برخلیک، عاقبت، مستقیل او دملت پرمختګ ، عامه خدماتو ، لکه څنګه چې همت صاحب یوشمېر مهمو ټکو ته ګوته نیولې ده اوښه مسایل یی نقد کړی دداسې عناصرو ترمنځ دسیا لیو او ناندریو سبب کیږی چې سالم عقل یې نشی منلی. مثلا دملګرو ملتو په غونډه کې دوه کسان عادله راز د کومې ان جی او غړې اوفایق دکومې کوڅې هلک د کاغذ له مخې زور زده مقاله کې یو نظام سره بن بست کې دی او ښکر ورته کوی اوله بده مرغه اعلامیه خپروی داشو پخوانی دېپلوماتان؟
    برخلاف سهیل شاهین چې نه خپله ژبه باندې مسلط د ی او نه بهرنی ګاه اوبیګاه غږ وبا سی هملته قطر کې دیره دی وردګ سره قطر مطر کی حلواګانې وهی .کله چی دپاکستان کاکړ دافغانستان په وړاندی دغه دول غیر دیپلوماتیک دریځ نیسی نو ایا زموږ دبهرنیو چارو وزارت خوله اوغوږونه نه لری یا ګنګ دی؟ عین بی کفایتی دکډوالو وزارت دخلیل کباړی په لاس کې دی نوموړی پېښور کې د یو ان سی اچ ار اجنت وه اوخرابه سابقه لری ټول کډوال یی پیژنی همغه غل بیرت دلته میرشو . چې ګردنی یی تل غاړه کې برته وی.دا اوهغه په ډانګ پیلی انحصار!!!!!! نه دی نو څه دی؟ تاند :دلایق په برخه کې مو تبصره لیرې کړې داکار مه کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب