دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد قطر امیر پر طالبانو غږ وکړ چې د تېرو تېروتنو له...

د قطر امیر پر طالبانو غږ وکړ چې د تېرو تېروتنو له تکراره ډډه وکړي

تاند (چهارشنبې، د سنبلې ۲۹ مه) د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني، د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دوحې موافقې ته ژمن پاتې شي او د پخوانیو تېروتنو له تکراره ډډه وکړي.

د قطر امیر، چې هیواد یې دوه کاله د امریکا او طالبانو د خبرو کوربه و، وویل:«موږ د نړیوالو هلوځلو د همږغۍ او همداراز د دوحې پر موافقې د ژمن پاتې کېدو په برخه کې د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره د ملګروملتو، اړوندو هیوادونو او طالبانو ترمنځ د خبرو اسانتیا ته دوام ورکوو، په داسې ډول چې د تېرو تېروتنو نه تکرار یقیني شي.»

که څه هم ده د تېرو تېروتنو په اړه زیات څه ونه ویل خو د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو د حقونو سرغړونې او افراطي اقدامات هغه تېروتنې دي چې دوی یې بیا تکراروي او د ډېرو په باور دا ډول اقدامات به بالاخره د دې سبب شي چې له جګړې ستړی ولس یو وار بیا پاڅون وکړي او یا لږترلږه د نوروهیوادونو لپاره به په افغانستان کې د لاسوهنو کار اسانه کړي.

الثاني تر دې پخوا هم ویلي و چې د طالبانو حکومت او امریکا دې د دوحې موافقه رعایت او د هغې بریاوې خوندي کړي.

ده دا هم ویلي و چې افغانستان باید یو وار بیا د سختدریځو عناصرو او ترهګرو پر اډې بدل نه شی.

د قطر امیر ټینګار کړی چې د ملکي افغانانو د ملاتړ ترڅنګ باید بشري حقونو ته درناوی وشي او نجونې د زده کړو حق ولري.

د ترکیې او ازبکستان ولسمشرانو افغانستان ته شا اړول لویه تېروتنه وبلله – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب