Homeخبرونهد کندهار په یوه فابریکه کې اورلګېدو ۳ سوه زره ډالره تاوان...

د کندهار په یوه فابریکه کې اورلګېدو ۳ سوه زره ډالره تاوان واړاوه

تاند (چهارشنبې، د سنبلې ۲۹ مه) د کندهار د مېوې د جالۍ جوړولو په فابریکه کې د اورلګېدو له کبله د دې فابریکې ۵ ماشینونه، تر ۱۳۰ زره ډېرې جوړې شوې جالۍ او ډېره اندازه اومه مواد سوځېدلي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دې پېښې له کبله، چې نن سهار وختي وشوه، تر ۳ لکه ډالرو پورې تاوان پېښ شوی خو د اور لګېدو له کبله څوک ژوبل شوي نه دي.

دا فابریکه د کندهار په صنعتي پارک کې ده او دا په وروستي یوه کال کې په دغه پارک کې د اورلګېدو درېیمه پېښه ده چې د بې احتیاطۍ او د خوندیتوب د اصولو د نه رعایتولو له کبله رامنځته کېږي.

د فابریکو خاوندان بیا وايي چې د اور وژنې یا اطفایې نشتوالی د دې سبب کېږي چې په دغه پارک کې د اور لګېدو هره پېښه ستره شي او ډېر مالي تاوان واړوي.

د مېوې د جالۍ جوړولو فابریکې مسوول حاجي عبیدالله وايي چې په فابریکه کې یې اور د برېښنا د شارتۍ له کبله بل شو.

دی وايي که د اطفایې موټر اوکارکوونکي ژر ورسېدلي وای دومره تاوان به نه و ورته اوښتی.

ده له طالب چارواکو وغوښتل چې په صنعتي پارک کې د اطفایې مرکز پرانیزي او که ځای نه لري صنعتکاران چمتو دي چې ځای ورکړي.

په کندهار کې طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اطفایې درې نوي مرکزونه منظور شوي چې یو به یې په صنعتي پارک کې جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...