پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ترکیې او ازبکستان ولسمشرانو افغانستان ته شا اړول لویه تېروتنه وبلله

د ترکیې او ازبکستان ولسمشرانو افغانستان ته شا اړول لویه تېروتنه وبلله

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۹ مه) د ترکیې او ازبکستان ولسمشرانو د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ غونډه کې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته باید شا وانه ړول شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، افغانستان له نژدې نیمې پېړۍ راهیسي له سختیو سره مخامخ دی خو که په افغانستان کې اوسنی لنډمهاله حکومت پر یوې پراخ بنسټه ادارې بدل شي چې د ټولنې ټولې پرګنې ځان پکې شریک وبولي، او عادلانه ژوند پکې وکړای شي، یوه تلپاتې باثباته افغانستان ته لار هواریږي.

ده وویل:«افغانستان له یوه ستر بشري بحران سره مخامخ دی او نړۍ په دې هیواد کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو هرکلی کوي.»

ده د افغانانو سختیو ته په اشارې وویل:«سیاسي انګېزو ته له پامه پرته افغانان جدي بشري مرستو ته اړتیا لري.»

میرضیایف: افغانستان ته شا مه اړوئ

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ۷۸ غونډې ته په وینا کې وویل، که افغانستان یوازې پرېښودل شي نو لویه تېروتنه به وي.

ده ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت او ستونزې د نړۍ پر امنیت مستقیم اغېز لري او د هغو د حل کولو لپاره د نړیوالو توجه پکار ده.

میرضیایف زیاته کړه:«پر افغانستان ځان ناګاره اچول، له یاده ایستل، منزوي کول او د بندیزونو لګول یوازې د افغانانو کړاوونه زیاتوي.»

د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان یادونه ونه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب