Homeخبرونهافغانستان د میندو اوماشومانو د مړینو د شمېر له پلوه په نړۍ...

افغانستان د میندو اوماشومانو د مړینو د شمېر له پلوه په نړۍ کې لومړی ځای لري

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۹ مه) د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم دفتر، اوچا وايي، په افغانستان کې له هرو سل زره میندو څخه ۶۹۹ یې د ماشوم په زېږولو مري، چې دا په نړۍ کې په ولادت د میندو تر ټولو لوړ شمېر دی.

اوچا وايي چې د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته او ورسره یوځای د روغتیايي خدماتو له کمېدو سره د زېږون په مهال د میندو مړینې زیاتې شوي دي.

د ملګروملتو دا اداره وايي:«د څلورو لسیزو جګړو، د روغتیا په سیستم کې د تشکیلاتي پانګونې کموالی او د ۲۰۲۱ له اګست را په دې خوا د اوږدمهالې پراختیا لپاره د مرستندویو د ملاتړ کموالي د زېږون په مهال د روغتیايي او طبي خدمتونو کیفیت او حصول تر اغېز لاندې راوستی دی.»

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم دفتر په خپل راپور کې همداراز ویلي چې د روغتیا او درملنې په برخه کې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوي بریاوې له لاسه په وتلو دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما ویلي و چې د نړۍ په لسو هیوادونو کې، چې د میندو اوماشومانو مړینې پکې زیاتې دي، په افغانستان کې تر ټولو ډېرې میندې په اولاد له ژونده بې برخې کېږي.

د یوناما پر اساس، څه باندې څلور نیم میلیونه میندې او نوزېږي، د روغتیايي امکاناتو د کموالي او درملنې ته د لاس نه رسیدو له کبله د ژوند په لومړۍ اوونۍ کې مري.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وايي چې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوزېږي مري.

بیوزلۍ او خوارځواکۍ هم د ماشومانو او میندو د مړینو له زیاتېدو سره مرسته کړې ده.

په داسې حال کې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې له دوو کلونو راهیسي منع کړي، د میندو او نوزېږو د مړینو شمېر به کال په کال زیات شي او لا ډېرې اومیندوارې ښځې به له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

حتي که طالبان اوس هم د نجونو ښوونځي پرانیزي د نجونو د زده کړو د دوه کلن بندیز اغېزې به تر ډېرو پورې محسوسې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...