دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهم.م له طالب چارواکو وغوښتل چې د بندیانو شکنجه سمدستي بس کړي

م.م له طالب چارواکو وغوښتل چې د بندیانو شکنجه سمدستي بس کړي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د بندیانو شکنجه ژر تر ژره ودروي او د هغوی حقونو ته درناوی وکړي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې، چې نن یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې یې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو تر ۱۶۰۰ ډېر موارد ثبت کړي دي.

د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت پر اساس، په دې مواردو کې د خلکو نیونې او په توقیف کې ربړونې شاملې دي.

 یوناما وايي چې د بشري حقونو دا سرغړونې یې د ۲۰۲۲ کال د جنوري له لومړۍ څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ پورې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ثبت کړي دي.

د راپور پر اساس، د دغو سرغړونو نژدې نیمایي د شکنجې او نورو غیرانساني چلندونو په اړه دي چې ډیری یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو د ادرې له خوا د نیونو او توقیف په لړ کې شوي دي.

یوناما د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي چې د مرستې یو قوي حقوقي چوکاټ جوړ کړي چې د جنایي جرمونو د څیړنې په ترڅ کې د ګډوډیو مخه ونیول شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه پورې د یوناما د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب