چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهد روسیې د استازي ګیله؛ د کابل واکمنو له موږ د زلزله...

د روسیې د استازي ګیله؛ د کابل واکمنو له موږ د زلزله ځپلو لپاره مرسته نه ده غوښتې

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د کابل له واکمنو چارواکو د ګیلې په ډول ویلي، چې د هرات زلزله ځپلو سره یې د مرستې غوښتنه ورڅخه نه ده کړې.

نوموړي ویلی، چې که د مرستې غوښتنه ورڅخه وشي، هېواد به یې د مرستو د ترسره کیدو په اړه پریکړه او بحث وکړي.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د افغانستان په لویدیځ کې د دغې ویجاړوونکې او کم سارې وژونکې زلزلې خبرونه د نړیوالو رسنیو سرټکي ګرځیدلي دي.

یو شمېر افغانان له زلزله ځپلو سره په مرسته رسولو کې د واکمن رژیم د بې تدبیرۍ د ادعا ترڅنګ نړیوال هم ګرموي، چې د افغانانو له داسې ناورین سره یې سلیقوي او سیاسي چلند کړی او تر اوسه یې لا تر خاورو لاندې ایسارو مړو او ژوندیو انسانانو د ویستو لپاره لازم اقدامات نه دي کړي

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ اداره، اوچا وايي چې د هرات په زلزله کې ۱۰۲۳ تنه مړه شوي دي.

خو نور راپورونه ښيي چې لږترلږه ۲۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

تر دې دمه د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې، اوچا د افغانستان لپاره د بخپلو شري مرستو له بیړنۍ زېرمې څخه ۵ میلیون ډالره د هرات زلزله ځپلیو ته ځانګړي کړي دي.

اوچا ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې به د خپلو شریکانو په مشوره د مرستو راټولولو پروسه پیل کړي.

پاکستان، ایران او چین د خوراکي موادو، کمپلو، درملو او خیمو د لېږلو ژمنه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم انوارالحق ویلي چې کابل ورڅخه د درملو، ګرځنده روغتونونو او کمپلو غوښتنه کړې ده او دوی به دا مواد نن ماسپښین ولېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان هم د بشري مرستو د لېږلو ژمنه کړې ده.

پرون ایراني رسنیو وویل چې یو شمېر خیمې، کمپلې، درمل او نور وسایل یې هرات ته استولي دي.

د چین سره میاشت ټولنې د ۲ لکه ډالرو مرستې ژمنه کړې او ویلي یې دي چې دا پیسې به افغاني سره میاشت ټولنې ته وسپاري.

د ترکیې د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د ویجاړو شویو سیمو په بیارغونه کې مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې هیواد یې د هرات وضعیت څاري. او د دوی همکارې مرستندویې موسسې هڅه کوي چې مرستې ورسوي.

ده نه دي ویلي چې امریکا به څومره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر مولوي نعیم الحق حقاني د زلزله ځپلو سیمو د کتنې په ترڅ کې پر مرستندویو موسسو انتقاد وکړ، ویې ویل:«بهرنۍ مرستندویې موسسې چې تل د ښځو او ماشومانو د حقونو د دفاع ادعا کوي، اوس چیري دي؟»

ده وویل چې د هرات په زلزله کې تر ټولو ډېرې ښځې او ماشومان مړه شوي دي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې، اوچا په وینا، زلزلې پههرات ولایت کې ۱۱۵۸۵ تنه یا ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب