Homeخبرونهد کرزي غبرګون، پاکستان زموږ ملي حاکميت نقض کړی

د کرزي غبرګون، پاکستان زموږ ملي حاکميت نقض کړی

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) ‏‏د ‎افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی پر ‎خوست او ‎کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو هوایي بمباري چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په گډون لسګونه افغانان شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندلی.

د کرزي د دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي:« حامد کرزی دغه بشري ضد جنایت د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي.»

اعلاميه زياتوي:« کرزی د ‎پاکستان پر حکومت ږغ کوي چې په سیمه کې د تروریزم د لمنځه وړلو لپاره، چې د ‎افغانستان خلک یې له کلونو راهیسې قرباني دي، په خپلو پالیسیو او کړنو کې تغییر راوړي او له ‎افغانستان سره د نېکې او متمدنې رابطې لار خپله کړي.»

د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستاني ځواکونو د تیرې شپې د هوايي بريدونو له کبله د ګنو وزيرستاني کډوالو په ګډون د شاوخوا ۴۰ تنو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

ويل شوي، چې په وژل شويو کسانو کې د څو ماشومانو په ګډون د کونړ د يوې کورنۍ څو غړي شامل دي.

پاکستاني چارواکو له دې پېښې وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست هم احضار کړی او ادعا یې کړې، چې ګواکې د پاکستان پر پوځيانو په جنوبي وزیرستان کې وروستي بریدونه د پاکستان تحریک طالبان له افغانستان څخه تر سره کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي بیا نن په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د ياد شوي بمبارۍ له کبله ور غوښتی او د طالبانو د حکومت اعتراض یې ورسره شريک کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...