Homeخبرونهپاکستان په افغان خاوره کې د TTP د ۳۰ غړو د وژلو...

پاکستان په افغان خاوره کې د TTP د ۳۰ غړو د وژلو ادعا وکړه

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) ‏‏د پاکستان هوايي ځواک په افغانستان کې د خپلو هوايي بریدونو له تاييدولو سره په دې بريدونو کې د پاکستان د طالبانو تحريک د شاوخوا ۳۰ غړو د وژلو ادعا کړې ده.

دغه هوايي ځواک زياته کړې، چې په دې بریدونو کې له پینځه ویشتو څخه تر دېرشو پورې د پاکستاني طالبانو جنګيالي وژل شوي دي.

د پاکستان هوايي ځواک د دغو بریدونو سیمې کونړ، خوست او پکتيکا ولايتونه ښودلي دي.

نورو سرچينو ويلي، چې د پاکستاني ځواکونو د تیرې شپې د هوايي بريدونو له کبله د ګنو وزيرستاني کډوالو په ګډون د شاوخوا ۴۰ تنو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

ويل شوي، چې په وژل شويو کسانو کې د څو ماشومانو په ګډون د کونړ د يوې کورنۍ څو غړي شامل دي.

پاکستاني چارواکو له دې پېښې وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست هم احضار کړی او ادعا یې کړې، چې ګواکې د پاکستان پر پوځيانو په جنوبي وزیرستان کې وروستي بریدونه د پاکستان تحریک طالبان له افغانستان څخه تر سره کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي بیا نن په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د ياد شوي بمبارۍ له کبله ور غوښتی او د طالبانو د حکومت اعتراض یې ورسره شريک کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...