جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمولانا حقاني: پاکستان اسلامي ملک او جنګ ورسره ناروا دی

مولانا حقاني: پاکستان اسلامي ملک او جنګ ورسره ناروا دی

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) ‏‏د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولانا عبدالباقي حقاني د پاکستان خلاف د افغانانو قهریدلو دریځونو ته له غوسې ډک غبرګون ښودلی دی.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان اسلامي هېواد دی او جګړه کول ورسره ناروا دي.

هغه زياته کړې، چې د ۲۰۰۱ تېروتنه باید ونه شي او له احساساتو کار وانخيستل شي‌.

طالب وزير په ډېر ګومان د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې د طالبانو شل کلنه جګړه ياده کړې، چې طالبان یې د « اسلام او هېواد لپاره جهاد» بولي.

مولانا عبدالباقي حقاني ټینګار کړی، چې وینه نه باید په وینه ووينځل شي.

د هغه اشاره په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو وروستیو هوايي بمباریو ته ده، چې د جنوبي وزيرستان د کډوالو په ګډون د شاوخوا څلويښت تنو د وژل کيدو خبر پکې ورکړل شوی.

د پاکستان هوايي ځواک په دې بريدونو کې د پاکستان د طالبانو تحريک د شاوخوا ۳۰ غړو د وژلو ادعا کړې ده.

د کونړ ځینو خلکو ويلي، چې په وژل شويو کسانو کې د څو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ څو غړي شامل دي.

پاکستاني چارواکو له دې پېښې وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست هم احضار کړی او ادعا یې کړې، چې ګواکې د پاکستان پر پوځيانو په جنوبي وزیرستان کې وروستي بریدونه د پاکستان تحریک طالبان له افغانستان څخه تر سره کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي بیا نن په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د ياد شوي بمبارۍ له کبله ور غوښتی او د طالبانو د حکومت اعتراض یې ورسره شريک کړی دی.

ياد شوي بریدونه او په اړه یې د طالب چارواکو داسې څرګندونې په پراخه کچه د افغانانو توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

1 COMMENT

  1. د هیرا منډۍ اصلی چوکیدار
    دا سړی تر ټولو پست بی ننګه او لوی خبیث انسان دی
    رښتیا وايی ضمیر دی مړ که او بیا مزی کوه
    دا مړ ضمیره بی غیرته او لوی دیوس سړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...