تاند- د لمر څرک او لوېدا یوازې پر مځکه ښکلی نه ښکاري بلکې په نورو سیارو کې هم ښکلی دی. د ناسا ستوربېړۍ اینسایټ (InSight) په مریخ کې د لمر سترګې د څرګ وهلو عکسونه اخیستي دي.
اینسایټ د اپریل په لسمه (د یکشنبې ورځ) په مریخ کې د لمر د راختو د لومړیو شېبو عکسونه اخیستي او مځکې ته یې رالیږلي دي.
د ناسا چارواکو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د انسایټ له لوري په مریخ کې د لمر ختو وراستول شوي عکسونه دومره په زړه پورې دي چې دوی یې په لیدو نه مړېږي.