سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد لوړو زده کړو وزارت ویاند خپل وزیر ته منسوب ټویټونه رد...

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خپل وزیر ته منسوب ټویټونه رد کړل

تاند- د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویندوی پر کونړ او خوست ولایتونو د پاکستان د خونړیو یرغلونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته  په ټویټر کې منسوب ټویټونه رد کړل او هغه یې جعلي وبلل.

د شیخ عبدالباقي حقاني په نوم په ټویټر کې په خپرو شویو ټویټونو کې ویل شوي وو چې پاکستان اسلامي هېواد دی او جګړه کول ورسره ناروا دي. په بل ټویټ کې راغلي: «په ۲۰۰۱ کال کې مو چې کومه اشتباه کړې وه، دا ځل یې باید ونه کړو. احساسات کنټرول کړئ او د خبرو له لارې مسایل حل کړئ. پاکستان تل زموږ مرسته کړې او د مجاهدینو دوست پاتې شوی. په یوه وړه اشتباه دا څلوېښت کلنه دوستي مه خرابوئ.»

ښاغلي حقاني ته دا منسوب ټویټونه د ګڼو افغانانو له توند عکس العمل سره مخامخ شول. په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو ورته بد رد ولیکل.

خو د ښاغلي حقاني تر سرپرستۍ لاندې د لوړو زده کړو وزارت ویندوی احمد تقي د پوهنې سرپرست وزیر ته منسوب شوي ټویټونه رد کړي او لیکلي یې دي:

« د‌ هيواد د ازادۍ او اسلامي نظام دښمنانو، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير الحاج مولوي عبدالباقي صاحب په نوم  جعلي ټویټر اکونټ جوړ کړی او د درواغو نشريات ځيني کوي…»

ده همداراز ویلي چې ښاغلی حقاني په خواله رسنیو کي هېڅ اکونټ نه لري.»

د پاکستان د هوايي ځواک د یرغل له کبله په خوست ولایت کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي او په کونړ کې د ماشومانو او ښځو په شمول ۶ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته وویل چې په خوست او کونړ کې د پاکستان د هوايي ځواک د حملو په نتیجه کې د اوښتو مرک ژوبلو په اړه څېړنې کوي.

1 COMMENT

  1. داد لېونۍ زوی خو داس ښکاري لکه د خرو غل !! نو دده یې څه له وزارت څخه ؟؟ دی خو له طبعي علومو چې نړۍ ته ډوډۍ ورکوي او طبعت څېړي داس بې خبره ده لکه بنجاره له هوا سړې هوا څخه !! دا مسخره ګي ده دا احمق په کوانتي فیزیک او الیکترو ډېنامیک څه پو هیږي ؟؟؟؟؟؟؟ نه نه نه ! نو د سپګنې زوی به له ما سره څرنګه بحث کوي او څرنګه به ما ارزیابي کوي نور نو بس دی د خرو زامنو پښتنو !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب