ښاغلی انس حقاني!
دا لیک تاسو ته د یوې افغانې نجلۍ لخوا لیکل شوی چې له تاسې سره ډېر مشترکات لري، ځکه د یوې سیمې یوو. دا لیک هم په دې خاطر تاسې ته لیکم چې هم مو د سیمې یاست او هم په حکومت کې غوښنه برخه لرئ. هیله ده هغه څه هم چې په دې لیک کې یې له تاسې غواړم، توجه ورته وکړئ او د دې وطن د یوه ځوان په توګه په دې برخه کې د افغان نجونو او مېرمنو نامعلوم برخلیک معلوم کړئ او له اوسنیو تیارو څخه یې راوباسئ.
حقاني صیب! پوهېږې!؟
زه هیله مجتبی تاسې ته دا لیک د مهاجرت په هغو سختو شپو او ورځو کې لیکم چې هره ثانیه او هره شېبه تدریجي مرګ احساسوم، د وطن له غېږې، کور، کورنۍ او د وطن له هوا لرې په مهاجرت ژوند کې ډېر زور لري او انسان خپل وطن پسې رنځوروي.
دا لیک مې په یوه داسې کوټه کې لیکلی چې د کوټې موقعیت په یوه ډېر پرمختللي هېواد کې دی؛ خو ماحول او زړه تنګي یې هغه زندان ته ورته دی چې تاسې پکې زنداني واست. هغه زندان چې خپل راتلونکی درته نامعلوم و، بیا دې هم امید او تمه درلوده چې له تورو شپو وروسته رڼا او ورځ وي او یوه ورځ حتما له زندان څخه خلاصېږې، آزادېږې او خپل وطن او کورنۍ ته بېرته ستنېږې.
هو! په دې هم پوهېږمه چې ځینې وخت په زندان کې نا هیلۍ وي، ځکه ستاسو طرف لوړ و او امریکایان وو؛ خو بیا مو هم د زړه تنګۍ له وجې دعاوې او خدای پاک ته لاسونه لپه کول چې بېرته خپل وطن او د مور ګرمې غیږې ته رسېدای شئ چې هم هغسې وشول.
پوهېږمه چې تاسې په شل کلنۍ کې زنداني شوئ. ستاسو د مور له ارمانونو یو ارمان دا و چې په خپل ژوند کې ستاسو واده، خپله اینږور وګوري او له خپلو لمسیانو سره پاتې عمر تیر کړي.
هو! په دې هم پوهېږمه چې تاسې د مور کشر نازولی زوی یې، چې د مور ټول راز و نیاز تاسې سره و، هغه د مور د مینې دور مو و نه لید، زندان ته واچول شوئ او د مور له مینې څخه کلونه په کلونه لرې او محروم پاتې شوئ.
د کشري او نازولي زوی نشتون د مور په زړه کې سلګونه اندېښنې زیږوي، ان حتما به یې فکر کړی وي، چې تاسې نور نه یاست، مړ یئ او دواړه په ژوندوني یو بل لیدلای نشئ. دا هم درک کولای شم چې په زندان کې په وخت تیرۍ مور پسې به حتما تنګ شوي وئ، شاید په ژوند کې مو وروستۍ هیله د مور د غږ اورېدو وه.
هغه وخت چې دوه ځلې ستاسو د اعدام د پرېکړې حکم صادر شو، تاسې به حتما زړه کې ډېرې دعاوې کړې وي چې دا خبر زما د مور غوږونو ته ونه رسيږي ځکه یو مور د زوی مسافرت او بیلتون نشي زغملای، مرګ خو بیخي نه.
تاسې به د اعدام د حکم په اورېدو ځان بې وسه، بې کسه او ناهیلی ګڼلی وي او فکر به مو کړی وي چې لسګونه ارمانونه خاورو ته وړئ، خو په تقدیر کې بل څه لیکل شوي و او اوس هم پخپل وطن کې ژوندی ګرځئ او په ډېر لوی عزت او لوړ سر ګرځئ او ښه دی چې ګرځئ، دا مو وطن دی حق لرئ.
پوهیږې! زه او تاسې د یوه نسل او یوې جغرافیې بچیان یوو، کوم احساسات، زړه تنګون، ناهیلۍ او نا امیدۍ چې له تاسره په زندان کې مل وې، زه هم له کډوالۍ او مهاجرت سره سم هغو ته ورته د بې کسۍ، بې وطنۍ، کور او کورنۍ څخه لرې او د نا څرګند برخلیک لرمه.
ښاغلی انس حقاني!
تاسې په یوه داسې کورنۍ کې لوی شوي یئ، چې مور دې زده کړې لري او تعلیم یې کړی، په هېواد کې تعلیم او تحصیل لرونکې ښځې د کور د نورو غړو په ځانګړې ډول د کونډو او یتیمو ماشومانو د روزۍ ګټلو مسولیت درلود/لري، چې اوس په کورونو کې ناستې دي او بې دندې بې اسرې دي.
په ورته وخت کې دلته هم تاسې ګورئ چې ستاسې په کورنۍ کې ډېرې میرمنې کونډې شوي دي، سخت حالات مو لیدلي، باید افغانې میرمنې درک کړئ چې ډېرې ځورېدلې دي او خدای ج یې د ځورېدو چیغې او فریاد اوري ، ویرېږمه د ښېرو توپانونه یې تاسې له ځان سره وانخلي.
ته هم د یوه داسې مور زوی یې چې هغې مور تکلیفونه، دردونه او کړاوونه لیدلي، ستاسو د مور په شان اوس د وطن ټولې میندې د ورته تکلیفونو او کړاوونو سره مخ شوي دي او لا هم مخ دي.
آیا تاسو پوهېږئ، چې د میندو په اوږو د څو کورنيو د غړو د نفقې بار پروت دی؟ د تیرو څلویشتو کالو د کونډو او یتیمانو نفقه.
آیا تاسې پوهېږئ، چې اوس په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو د نشتون له امله څومره ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي!؟
دا چې نجونې ښوونځیو ته نه ځي که یو کال له درس تعلیم څخه لرې پاتې شي د سیمییزو دودونو له مخی هغه انجلۍ پلورول کېږي یا هم اجباري واده ته مجبوریږي چې دا خپله يو ډول د وجدان عذاب، ناورین، بې عدالتي او ظلم دی.
فکر وکړئ ستاسو خور یا لور چې له تعلیم سره ډېره مینه لري په شوق درس وایي، که چېرته په کم عمرۍ کې په جبر واده شي؛ نو د یوه ورور یا پلار احساس به څه وي!؟ په همدې ډول په اوس وخت کې سلګونه زره نجونې خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي.
متاسفانه د تاریخ په اوږدو کې د ښځو تعلیم تل یرغمل شوی دی، د ښځو تعلیم سیاسي شوی، حال دا چې ښځو د وطن په وراني او بربادۍ کې هېڅ لاس نه دی درلودلی.
حقاني صیب!
نن تاسې ته د افغاني دود له مخې خپل څادر غوړومه او په یوه نړۍ هیلو درته عذر کوم، تر څو د نجونو پر مخ تدریسي بهیر او ښوونځي پرانیزئ او په ډاډه زړه ژمنه وکړئ چې نجونې به له نن وروسته خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.
ځان ته یې بده ګڼو چې پرنړیوالو غږ وکړو، تر څو پر تاسو تحریمونه وضع کړي، ښه یې ګڼو چې تاسو ته عذر وکړو.
په پای کې د ښځې له ذاته حضرت بي بي عایشه رض در یادوم چې له حضرت محمد ص نه یې تر ټولو زیات شمېر حدیثونه روایت کړي دي او دا د هغې د علم او زده کړې په برکت شوي.
ښځې په حکومت کې له کاره مه محرومئ، د کار اجازه ورکړئ، نجونې خپلو هیلو ته چې درس دی، پرېږدئ تر څو ترلاسه یې کړي.
لطفاً د ښځو اسلامي او شرعي حقوقو ته سیاسي رنګ مه ورکوئ او د دوی فردي حق ته د دوی د حق په توګه احترام وکړئ او مه یې ضایع کوئ. که دا مو وکړ، په وطن او له وطنه بهر به دا کار ستاسې د نېکنامۍ سبب شي.
درنښت
هیله مجتبی