دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهصالح: « د کابل لاسپوڅې اداره» د پاکستاني يرغل پر وړاندې غبرګون...

صالح: « د کابل لاسپوڅې اداره» د پاکستاني يرغل پر وړاندې غبرګون نه شي ښودلی

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د پاکستان د الوتکو وروستیو بریدونو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي د دې بریدونو له امله د پاکستان پر ځای په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم ته د نيوکې ګوته نیولې او ویلي:« د کابل لاسپوڅې اداره د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه شي ښودلی».

د افغانستان په خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو کې د پاکستاني ځواکونو د تیرې شپې د بريدونو په اړه طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ځينو سيمه ييزو وياندويانو يوازې دا بريدونه تاييد کړي، خو د تلفاتو د سطحې او وژل شويو کسانو د هويت په اړه یې څه نه دي ويلي.

په مختلفو راپورونو کې راغلي، چې د پاکستان په دغو بریدونو شاوخوا ۴۰ تنه وژلي دي.

د ټولنيزو رسنيو زياتو فعالانو د پاکستان دا بريدونه غندلي او په دې اړه يې د طالبانو چوپتيا د پوښتنې وړ ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب